حمد ـ نعت

موږ د ښوونې نه روزنې ته ډېره اړتیا لرو، دا خبره به ممکن د ډېرو د حواسو پر ورونو سمه ونه لګېږي، لامل یې دا دی چې هغوی په نشت کې ځان غني ګڼي؛ خو دې ته یې لا پام نه دی چې پر مختللې نړۍ د غنا پر کومو ستنو ولاړه ده او خیالات یې پر کومو مزو تړلي؟ خو زه یې د سالم فکر او د اخلاقي تومني کمی بولم او شاید چې دا ستونزه بوږونکې وي او پایلې به یې ناسمې وي.

حمد د خدای ستاینې مانا ورکوي. سکالو ( موضوع) یې هم رب ستاینه ده. د نعت شریف سکالو بیا د محمد (ص) توصیف ته ځانګړې ده او په دواړو کې بې شمېره ثوابونه نغښتي دي. زموږ د ښوونځيو ښوونیز نصاب کې پښتو او دري ژبې د لومړیو ټولګیو څخه تر دولسم ټولګي پورې په حمدیه او نعتیه کلام پیلېږي. د نهم ټولګي پښتو لوستونو لړۍ د احمد کلاچوي په حمدیه کلام پيلږي چې پیل یې په دې بیت شوی دی:
الهی هسې شان راکړې محبت ستا
چې په هره سا کوم ثنا صفت ستا

خدای شته چې بیتونو ډېر خوند راکړ او د ډېرو خبرو کولو مورال یې هم را وباښه په دې کلام کې مې څو شیانو ته پام شو: ( طیبه کلمه، شهادت کلمه، مفصل ایمان ( آمنت باالله)، اخلاص سورت، اعوذ بالله، بسم الله ...) چې دا هم د کوزې پښتونخوا د شاعر ( احمد کلاچوي) شعري پیاوړتیا ده چې په دومره لږه ساحه کې بلا شیان ځای کړي. هغه د لیکوالو خبره سیند یې په کوزه ځای کړی دی، دی وایي:
سیال دې نشته باري خدایه لا شریک یې
په اخلاص کلمه وایم د وحدت ستا

نبیان واړه دا ستا حق دي، ما منلي
فرښتې، هم کتابونه، هم قیامت ستا
خو پوښتنه داده چې ولې موږ د لومړي ټولګي نه تر دولسم تولګي پورې خپل ښوونیز نصاب (پښتو او دري) په حمدیه او نعتیه کلام پیلوو؟ همدا حمدیه او نعتیه کلام هم د ټولو ټولګیو په خپلو کې تر ډېره بریده ورته والی لري. لاندې کلام د بېلو ټولګیو دی، ددوی توپیر به څه وي؟
ښکته پورته چې هر څه دي
همه واړه دي له تا
او په دري ژبه کې هم همداسې یو څه لولو:
برازنده سقف این کارګاه
نګارنده نقش این کارګاه
او یا هم د لسم ټولګي په پښتو کې لولو:
ای د کل جهان صنیعه
ای د هر اسمان بدیعه

که د همدې بیتونو معنوي ښکلا ته ځير شو نو بیا دومره توپیر به پکې ونه مومو چې هغه دې ددې ارزښت ولري چې په دواړو کتابونو کې دې د زده کوونکو د زده کړې لپاره راشي. که موږ همدې توپیري تېر وتنو ته پام وکړو؛ نو به یې په ډېرو کتابونو او ټولګیو کې ومومو؛ خو دغې شته ستونزې ته تر دې دمه هېڅ چا هم پام ونکړ او ټولو به ګواکې دا یوه سر سري ستونزه ګڼلې وي او ځینې یې حتی ستونزه هم نه بولي؛ نو چې موږ خپل د ښوونیز نصاب سمون ته پام نه کوو بیا زموږ ټولنیز او اخلاقي مسؤلیت د خپل هېواد او اولادونو پر وړاندې څه وي، دا منم چې په حمدیه کلام او نعیته کلام د لوستونو پیل د ثواب نه خالي خبر نه ده؛ خو ددې تر څنګ به ګڼې داسې لیکنې او لارې چارې وي چې موږ به خپل اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت په سمه توګه تره سره کړی وي او هم به مو اولاد او زده کوونکي په لا ښه روحیه زوزل شوي او په نصاب کې به هم د نوښتونو شاهدان و، ددې تر څنګ به مو د مالوماتو پانګه هم درنه وي.

زما په اند که موږ لومړي ټولګي پر حمدیه او نعتیه کلام پیل کړو او نورو ټولګیو کې د حمدیه کلام پر ځای د الهي وحدانیت مزي و غځوو او د نعت پر ځای سیرت نبي راوړو او تدریس یې کړو؛ نو به مو د لسو او نهوو کلونو په اوږدو کې او هغه د دوو ژبو کتابونو کې مختلف او نوي بحثونه څومره د مالوتو لمن ارته کړي او هم به مو زده کوونکي په ښه روحیه روزلي وي؛ خو که دا کار راته ستونزمن ښکاري بیا خو نو د خپلو نعتونو او شعرونو په ټاکلو کې سم غور په کار دی، یو څه نوي والي ته خو تم شو، تر څو مو د شاګرد په مالوتو کې اضافه راشي.