تنو ته سوغات

هغه د پخوانیو خبرو وزر لا مات شوي نه‌ دي. له بل پلو بهانې، ګیلې او شکایتونه هم زموږ په ټولنیز ژوند کې ستره ونډه لري. په ښې ښادۍ او نورو چارو کې که څوک راڅخه هیر وي بیا نو ګیلې ګوره او یا د سفر څخه راتګ پر وخت مو یو نژدې ملګري ته سوغات نه‌وي راوړی بیا بیخې راته سور او سپین کېږي. په دې وروستیو کې د چاپی اثارو په پیل کې د (ډالۍ) په نوم عنوان ګورو دا ډالۍ ډېری وخت مور او پلار ته وي، مور او پلار د سرشاره مینې سرچینې دي؛ خو د کتاب پاڼې که هر څومره لټ په لټ کړو د مور او پلار لپاره به هېڅ هم پکې نه‌وي. د همدې سوغاتونو په درشل کې نن د یوه عجیبه سوغات شاهدان یو، هغه یو حقیقي سوغات دی. دا چې مقابل لوری یې څنګه دی؟ موږ یې د څرنګوالي قضاوت نه‌کوو. ریحان پنځونه کړې، که یې تنو ته سوغات پرېښی، هو ریحان دواړې چارې معطره کړي. وایي:
یو ناڅاپه!
زړه مې سمې څړیکې وکړي
ځان دېوال باندې تکیه کړم
غبرګ لاسونه په زړه کېږدم
ستانامه مې خولې ته راشي
ښه په زور باندې نارې کړم

تنو ژوند مې شه ای مه ځه! (۷۵مخ) 
زړه څړیکې ‌کوي؛ خو ټوپونه هم وهي. دغه ټوپونه د دې لامل کېږي، چې ځان به یو لورې ته تکیه کوي، چې غوره تناسب ورته ویلی شو ورپسې غبرګ لاسونه په زړه اېښودل، چې د تنو نوم څوک ورته اخلي، په زور نارې کول یې هم د ژور عشق ښکارندویي کوي. په پای کې تنو ته د نه‌تګ وړاندیز بیا د ټولو الفاظو ثبوت په لاس راکوي. د زړه د څړیکو سره جوخت (دېوال ته تکیه، غبرګ لاسونه په زړه اېښودل، په زوره نارې وهل) د تناسب غوره بېلګه ده، چې ځوان رفیع الله ریحان په کوزه کې سیند ځای کړی. شاعر یې خپل د شعري ټولګې نوم (ای مه ځه) هم له دې نظم څخه اخیستی دی. شعر لیکل د ریحان د ژوند ستره برخه ده؛ خو دا لړۍ یې یوازې تنو ته هم نه‌ده ځانګړې کړې، د مینې نشت کې یې خپلو هیلو پسې تګ هم روا بللی وایي:
ریحانه! تللې تنو نه‌راځي خو
بیا هم په خپلو هیلو ځمه یاره (۱۰ مخ) 

د ریحان زړه ته غم لاره کړې، خو دغه غم یې غنمیت ګڼلی، د ابو یزید بسطامي په وینا: "که مو غم زړه ته لاره وکړه غنیمت یې ګڼئ، ځکه خلک د غم پر مټ یو ځای ته رسېږي." د غم او درد اظهار هر څوک کوي، مګر هغه وخت به دا اظهار ګټمن وی چې د ټولنې ګټه پکې وي. ښایي رفیع ریحان دا چاره درک کړې. وایي:
د چم خلک دې ټول ورته هک پک شي غم دې ورک شي
شپېلۍ دې بیخې ماته د ټوپک شي، غم دې ورک شي
د لښتې نه به زیاته پېغله بند په بند شي ماته
اتڼ یې بدرګه که په چک چک شي، غم دې ورک شي
د غزل په دوو وروستیو بییتونو کې ویي:
د ړنګ او بنګ وطن له هر دېوال او هر یو بام نه
شروع دې عاشقانو ته شپېلک شي غم دې ورک شي
ریحان دې تنو پرېږدي خو ملا دې فتوا ورکړي
روا دې پکې ښکلو ته سترګک شیي غم دې ورک شي (۶ مخ) 

ریحان به دا درد غنمیت ګڼلی وي، دا درد یې د دې لامل شوی چې په یوه وخت کې لوستونکی څو اړخونو ته متوجه کوي. د شاعر درد، د وطن غم او دسولې هیلې هم‌زمان بیان شوي.  د دې تر څنګ یې زموږ د ټولنې ناوړه فرهنګ ته هم اشاره ده، چې هغه د مینې نا روا ګڼل دي؛ خو سره د دومره بیاناتو یې بیا هم خپله تنو له یاده نه ده ایستلې. 

د فروید په وینا: "هنري او ادبي اثر د خپل څښتن د روحي او عصبي نا کراریو رپوټ بللای شو." دغه چاره هم د ښاغلي ریحان په شاعرۍ کې ښه صدق کوي:
په هر حالت کې سوي چیغې مې له خولې وباسي
یو څوک دې راشي دا تصویر دې له کوټې وباسي
اسمان ته چیغې کړمه خدایه! ته پرې امر وکړه
چې عزرایل مې نور د ژوند له دایرې و باسي... (۴مخ) 

     هر واقعي شاعر او لیک‌وال د ټولنې له حالاتو او اقدارو سره په کشمکش کې وي، چې د ښاغلي ریحان په شعر کې دغه چاره په ښه توګه بیان شوې ده. دی وايي:
په لورګانو چې تعلیم پکې تور داغ وي
د دې خلکو به ضرور خراب دماغ وي... ( ۳۳مخ)

په بل ځای کې وايي:
ګومان مې نه‌شي چې به روغ راشې له ښاره یاره
په زړه مې لاس کېښود چې ته له دروازې ووتې... (۵۳مخ)

د ریحان د شعر څڼې وږدې دي، ده یوازې تنو ته شعر نه‌دی لیکلی. ماته، تاته او موږ ټولو ته یې الفاظ نڅولي. نوی ژوند او نوی تمدن به زموږ خوښ نه‌وي، خو د ریحان خوښ دی هغه دا درک کړي، چې موږ که په پرمخ‌تګ او تمدن پسې ګام نه اوچتوو هغه خپله راپسې راځي. ریحان به ګواکې د شعر پر مټ یوه ورځ ستر وي داسې لکه خوشال او رحمان. زه مې خبرې د شاعر په دې بیت را لنډوم:
سهار کې راشي د ریحان څنګ ته وړه تنوګۍ
خو په ماښام کې خپلې مور ته بیا توبې وباسي (۴ مخ)