لونګ د نارينه جنسي ځواک لوړوي 

يوه طبي څېړنه ښيي، چې لونګ د eugenol په نوم يوه ماده لري او دغه غوړلرونکې ماده د وينې جريان ګړندی کوي. هر کله چې د وينې جريان د eugenol مادې په وسيله تېز شي، نو نارينو کې کمزورې جنسي لېوالتيا پورته کوي او جنسي ځواک لوړيږي. 

د جنسي ځواک له لوړېدو وراېخوا، لونګ داسې ځانګړنې هم لري، چې د سرطان مخه ونېسي. يوه سروې کې ښوودل شوي ، چې لونګ سرطاني حجرې نمو ته نه ورکوي. 

لونګ يو څه تريخ خوند لري او همداسې نه خوړل کېږي. که چېرې د لونګ دانې يا مېده شوي پوډر يې په وريجو، غوښې او نورو خوراکونو کې پخه شي، نو د غذا خوند به ښه او روغتيايي ګټې به يې تر لاسه کړئ.