نړۍ کې د پاکو او څښاک اوبو بحران 

اوس مهال چې د نړۍ د وګړو شمېر شااوخوا اته مېليارده دی، له منځه يې يو نيم مېليارد وګړي چې ډېری يې په ښارونو کې ژوند کوي، پاکو او  څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري. 
 
ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ويلي دي، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به دا شمېر دوه برابره شي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ښارونو کې به څه د پاسه دوه مېليارده وګړي، د پاکو اوبو کمښت سره مخ شي. 
 
دې راپور کې ويل شوي دي، چې له تېرو ۴۰ کالونو راهيسې هر کال يو سلنه (فيصده) د پاکو او څښاک اوبو کمښت په نړيواله کچه ډېريږي.