د یوه فرد د غوره پېژندنې لپاره پنځوس پوښتنې

نورو ته دقت کول او هغوی ته د رښتینې لېوالتیا څرګندول، یوه له چټکو لارو څخه ده، چې کولای شئ له یوه فرد سره اړیکه ټینګه کړئ، څه له یوه فرد سره د لومړي ځل لپاره لیده کاته کوئ او څه له هغه سره په اوږد مهالو اړیکو کې واوسئ، دقت کول او د رښتینې لېوالتیا څرګندول، له مقابل لوري څخه د غوره پېژندلو لپاره یوه چټکه حل لاره ده. سربېره پر دې علم او پوهې څو څو ځله موږ ته ویلي دي، چې ملګرتیاوې، ټولنیزې اړیکې او مانا لرونکي مشارکتونه، موږ خوشاله کوي او کولای شي زموږ اروایي هوساینې ته ښه والی ور وبښي.
 
له درنښت سره مل یوه رښتینې اړیکه، په ځانګړې توګه د ستونزمنو موضوعاتو د حل کولو پرمهال، د یوې ښې او سالمې اړیکې یوه بله اړتیا ده. کېدای شي له موږ څخه ډېری کسانو زده کړي وي، چې په ورځني ژوند کې ناخوښه موضوعات پټ کړو، ترڅو د ژوند ظاهر مو خوندي وساتل شي، ښایي هېڅکله مو نه وي زده کړي، چې ناخوښه احساسات په رسمیت وپېژنو.
 
په ټوله کې ویلی شو، یوه له ننګوونو څخه، چې کولای شي د بحث او شخړې سبب شي، د سالمې اړیکې په ټینګښت کې ناتواني ده، دا یانې هره خبره خپل ځان ته کش کړو یا کله چې د خطر احساس وکړو، ډېر زیات غوسه شو، که چېرې په تاسو کې دا ځانګړتیاوې شتون لري، نو باید په جدي توګه په خپل ځان باندې کار وکړئ، ځکه د پیاوړو او سالمو اړیکو لرل، د حیاتي ځواک په څېر دي، چې ښې اړیکې ته ژوند ور وبښي.
 
دا پنځوس مهمې او مینه ناکې پوښتنې له تاسو سره په غوره پېژندنه کې مرسته کوي او دغه راز د اړیکو له پیاوړتیا سره مو هم مرسته کوي.
 
د یوې پېښې د کنګل د ماتولو او د یوه فرد د غوره پېژندنې لپاره لس ټولیزې پوښتنې
ښایي تاسو نوی دفتر راغلی یاست، د لومړي ځل لپاره لیده کاته کوئ یا د لومړي ځل لپاره یوې غونډې ته ځئ، دا سناریو ګانې ښایي وېرونکې تر سترګو شي او ځینې خبر اترې حتا ښایي لږ نا خوښه شي او دا په بشپړه توګه طبیعي ده. دا کنګل ماتونکې پوښتنې کولای شي، د اوضاع له روښانه کېدو او د خبرو اترو له پیل سره مرسته وکړي:
۱ ـــ له یوې غوره رخصتۍ څخه مو تصور څه دی؟
۲ ـــ آیا هغه ټلویزیوني پروګرامونه یا هغه فلم، چې سپارښتنه یې کوئ، په دې وروستیو کې مو ننداره کړي دي؟
۳ ـــ یو له خوړو څخه، چې ازمویلي مو دي، خو بیا یې هېڅکله نه خورئ  کوم دي؟
۴ ـــ په پرانیستې فضا کې د اوونۍ د وروستۍ ورځې د تېرولو لپاره تر ټولو غوره لاره څه ده؟
۵ ـــ تر ټولو نوی کتاب یا مقاله، چې لوستې مو ده او ستاسو پام یې ځان ته را اړولی دی، څه ده؟
۶ ـــ آیا تر اوسه مو کومه جایزه ګټلې ده او یا په کومه مسابقه کې بریالی شوی یئ؟
۷ ـــ که تاسو وکولای شئ، په نړۍ کې د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځله له یو چا سره ماښامنۍ وخورئ، نو هغه به څوک و او ولې؟
۸ ـــ که تاسو کوم زبر ځواک درلودی، نو هغه به څه و؟
۹ ـــ خوښېږي مو کوم هنرمند په ژوندۍ بڼه ووینئ؟
۱۰ ـــ تر ټولو په زړه پورې ټوکه مو چې اورېدلې ده، څه وه؟
 
د لا ډېرو خبرو اترو د رامنځته کېدو لپاره لس پوښتنې
دا پوښتنې په سناریو ګانو کې غوره دي، څه له کوم چا سره نوی آشنا شئ یا دلته او هلته مو چټ کړی وي او غواړئ له هغه سره لا ډېر آشنا شئ. دا پوښتنې له کنګل ماتوونکې برخې څخه لږ څه ژورې دي او له تخنیکي پلوه کولای شي د سناریو ګانو په ډولونو کې کار وکړي:
۱ ـــ ستاسو د خوښې وړ ځای، چې تر اوسه مو ورته سفر کړی دی، کوم دی؟
۲ ـــ تر ټولو غوره سپارښتنه، چې تر اوسه مو پیدا کړې ده، څه ده؟
۳ ـــ که وکولای شئ د یوې موضوع په اړه لس دقیقې وینا وکړئ، نو هغه به کومه موضوع وي؟
۴ ـــ تر ټولو غوره ستاینه، چې تر اوسه مو له کوم کس څخه تر لاسه کړې ده، څه ده؟
۵ ـــ تر ټولو لومړی څیز، چې خوښېږي مو افراد ستاسو په اړه پرې پوه شي، نو څه به وي؟
۶ ـــ آیا تر اوسه پورې یوه ناڅاپي نا پېژاندي کس په تاسو باندې ډېره زیاته اغېزه کړې ده؟
۷ ـــ آیا تاسو مازدیګرني او سهارني مراسم لرئ؟ ولې ستاسو لپاره دا پړاوونه مهم دي؟
۸ ـــ تر ټولو هیجان را پارونکی کار، چې د وروستي ځل لپاره مو ترسره کړی دی، کوم دی؟
۹ ـــ په بله ژبه هم خبرې کولای شئ؟ که ځواب مو هو وي، نو څنګه مو زده کړه؟ که ځواب مو نه وي، نو په پیل کې د زده کولو لپاره کومه یوه ټاکئ؟
۱۰ ـــ دمګړۍ په ژوند کې څوک په تاسو باندې ډېر اغېز کوي؟
 
د هیلو، خوبونو او وېرو په اړه لس پوښتنې
له خلکو څخه د هغوی د هیلو، خوبونو او وېرو په اړه پوښتنه کول، د هغوی په غوره پېژندنه کې مرسته کوي او هغو موضوعاتو ته اشاره کوي، چې ښایي ډېر کم په اړه یې له نورو سره خبرې وکړئ، دغه راز تاسو ته فرصت درکوي، چې په غوره توګه یې وپېژنئ او حتا په یو نه یو ډول هغوی ته خدمت وکړئ، ځکه هغوی ته بلنه ورکوئ، چې د ژورو پوښتنو په اړه فکر وکړي:
۱ ـــ په ژوند کې ستاسو لومړی لومړیتوب څه دی؟
۲ ـــ له ماتې سره د مقابله کولو لپاره، ستاسو غوره سپارښتنې څه دي؟
۳ ـــ کله چې داسې احساس کوئ، چې شاته پاتې شوی یاست، نو څنګه خپل ځان ته انګېزه ورکوئ؟
۴ ـــ په خپل ځان کې کومه نیمګړتیا وینئ، چې دمګړۍ پرې کار کوئ؟
۵ ـــ څه څیز تاسو وېروي، خو بیا یې هم ترسره کوئ؟
۶ ـــ آیا داسې تصور کوئ، چې په راتلونکې کې به په بل ځای کې ژوند کوئ، چېرته او ولې؟
۷ ـــ په تېر کې مو کومه تېروتنه کړې ده، چې درس مو ترې اخیستی دی؟
۸ ـــ کوم کار مو ترسره کړی دی، چې پرې زیات ویاړئ؟
۹ ـــ په ژوند کې له څه څیز څخه ډېر زیات وېرېږئ؟
۱۰ ـــ په موخو او خوبونو کې مو د وخت په اوږدو کې څنګه بدلون رامنځه شوی دی؟
 
د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره لس پوښتنې
حتا د دوستۍ له رامنځته کېدو وروسته هم مهمه ده، چې د مقابل لوري په اړه دقت وکړئ او ډاډه شئ، چې د یو بل له ژوند څخه ګټه اخلئ. دا پوښتنې کولای شي، ستاسو د دوستۍ له پیاوړتیا، د خبرو اترو د تګلوري په پرانیستي ساتلو او په پایله کې له غوره پېژندنې سره مرسته کوي:
۱ ـــ زه له تاسو سره په وخت تېرولو باندې مئین یم، غواړئ، چې ډېر ژر د یو بل ترڅنګ واوسو؟
۲ ـــ څنګه کولای شم، ستاسو لپاره یو غوره دوست واوسم؟
۳ ـــ کله چې کوم سخت څیز شریکوئ، چې د تېرولو په حال کې یې یاست، غوره ګڼئ، زه یوازې غوږ ونیسم یا کومه سپارښتنه وکړم؟
۴ ـــ له ما څخه مو لومړنۍ اخیستنه څه وه او څنګه پکې بدلون رامنځته شوی دی؟
۵ ـــ آیا احساس کوئ، چې کولای شئ، کله چې د معاشرت په حال کې یو، بشپړ واوسئ؟
۶ ـــ زموږ د دوستۍ په تړاو په کوم څیز باندې ډېر پوهېږئ؟
۷ ـــ هغه لنډ مهالې یا اوږد مهالې موخه، چې دمګړۍ پرې کار کوئ، څه ده؟ آیا کولای شم درسره مرسته وکړم؟
۸ ـــ آیا داسې احساس کوئ، چې تل کولای شئ پر ما باندې اعتماد وکړئ، چې ستاسو ترڅنګ واوسم؟
۹ ـــ آیا داسې کوم څه شتون لري، چې په تاسو کې ډېر زیات سټرس رامنځه کوي؟ همدا اوس چمتو یئ؟ غواړئ په اړه یې خبرې وکړو؟
۱۰ ـــ ستاسو په اند د یوې مانا لرونکې او تل پاتې دوستۍ کیلي څه ده؟
 
د یوې مینه ناکې او ژورې اړیکې د رامنځته کولو لپاره لس پوښتنې
مینه ناکې اړیکې، له یو بل سره د عادت کېدو په وخت  کې تودېږي او بیا لږ څه سړېږي، دا سړښت په حقیقت کې ښکلی دی او د دې ښکارندویي کوي، چې موږ له مقابل لوري سره هوسا شوي یو، په دې حالت کې د یوې مینه ناکې مینې د رامنځته کېدو لپاره د پرانیستو خبرو اترو ساتل او دوامداره هڅه مهمه ده:
۱ ـــ آیا داسې کوم کار شته، چې له تاسو څخه د غوره ملاتړ او ستاسو د ودې لپاره یې ترسره کړم؟
۲ ـــ په پیل کې څه څیز تاسو ماته را جذب کړئ؟
۳ ـــ څه مې کړي دي، چې تاسو مې له خپل ځان څخه لیرې کړې یاست یا د دې سبب شوی، چې زما او تا ترمنځ یې واټن رامنځته کړی دی؟
۴ ـــ له فزیکي صمیمیت څخه ستاسو د خوښې وړ بڼه څه ده؟ آیا په کافي اندازه یې ترلاسه کوئ؟
۵ ـــ څه وخت دې ډېر زیات احساس وکړ، چې زه ورسره مینه لرم؟
۶ ـــ کله چې له یو بل سره یاستو، څه څیز د دې سبب ګرځي، چې د جذاب اوسېدو احساس وکړئ؟
۷ ـــ څه وخت دې په ما باندې افتخار وکړ؟
۸ ـــ کوم مینه ناک او جنسي هوسونه لرئ؟
۹ ـــ آیا داسې کوم کار شته، چې زه یې ترسره کړم او ستاسو د خواشینۍ سبب شي او پرځای یې له ما څخه د بل څه څیز اړتیا او غوښتنه لرئ؟
۱۰ ـــ که وکولای شئ، چې د خپل تېر هره شېبه یو ځل بیا را ژوندۍ کړئ، هغه شېبه څه ده او ولې؟
 
د نا کنټرول شویو اړیکو مدیریت
د هغو اړیکو مدیریت، چې په وخت سره نه دي کنټرول شوي، یو له ستونزمنو کارونو څخه دی. د بېلګې په توګه: هغه اړیکې، چې  واک غوښتونکې او زهرجنې دي یا دواړه لوري په یو بل باندې یې خپل باور له لاسه ورکړی دی، په دې  اړیکو کې تر ډېره د خیانت په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو یا په اړیکه کې د بدلون د احساس په اړه پوښتنه کېږي او دا یوه غمجنه ټراژیډي ده، ځکه چې یوه سالمه اړیکه نباید له دا ډول ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
 
د رامنځته کېدو د بڼې تشخیص او په مناسب لوري د اړیکې حرکت هم ډېر زیات مهم دی، خو له بده مرغه ډېری کسان په دې باندې نه پوهېږي، چې په یوه سالمه اړیکه کې په کومو معیارونو پسې وګرځي یا اصلاً په دې باندې نه پوهېږي، ټول هغه مثبت معیارونه، چې یوه سالمه اړیکه ورته اړتیا لري، څه دي؟
 
بېلګه
د بېلګې په توګه: که یو فرد په یوه کورنۍ کې ستر شي، چې والدین یا د کورنۍ غړي له خپل ځانه د زهرجن چلند بېلګه ښکاره کوي، کېدای شي دا چلند عادي وګڼي او ونه شي کولای، له یوې سالمې اړیکې څخه یو سم درک ولري، که دا لومړي لیده کاته، مخ پر ودې ملګرتیا یا رامنځته شوې اړیکه وي، کله وخت یوه ساده پوښتنه کولای شي، توپیر رامنځته کړي. له دې پوښتنو څخه د خپل ژوند له افرادو سره د اړیکو له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره ګټه واخلئ او د ژورو، مانا لرونکو او تل پاتې اړیکو له ښېګڼو څخه برخمن شئ.