که چېرې خاوند (نارينه) د سپرم له کمښت يا low sperm count سره مخ وي، نو لومړنۍ او اساسي نښه د اولاد نه پيدا کېدل دي، يانې ميرمن به يې حمل نه اخلي. له دې وراېخوا ځيني نور داسې نښې - نښانې هم شتون لري، چې ښايي خاوند د سپرم له کم شمېر ناروغۍ سره مخ دی.
هغه خاوند چې د سپرم شمېر يې کم وي، نو شونې ده، چې خپلې ميرمنې سره به د کوروالي لېوالتيا ونه ولري او د جنسي اړيکو د نېونې غرېزه به يې کمه وي. دغه وضعيت ته low sex drive وايي، چې د سپرم د کمښت له امله رامنځ ته کېږي.
ددغه ناروغۍ بله نښه د erectile dysfunction په نوم ده. erectile dysfunction مانا دا چې د خاوند جنسي غرېزه شتون لري خو تناسلي آله يې له داسې ستونزې سره مخ وي، چې سختېدلی نه شي. د نارينه د هګيو شااوخوا درد او خارښت هم د سپرم کمښت ښيي.
يادونه: د سپرم د کمښت لاملونه، ورته ګټور او مضر خواړه او درملنه يې د روهي وېب پاڼې نورو ليکنو کې لوستلی شئ.
وروستي