باور

یو بت تراش پخپل څټک تیږه وتوږي، مجسمه ورڅخه جوړه کړي، درمسال ته یې یوسي، د بګوان نوم ورباندې کیږدي او بیا د تعظیم په پار ورته سر ښکته کړي؛ همدا باور دی. یوه میینه پیغله چې پلار یا ورور یې د خپلې خوښې ځوان ته په نکاح نه ورکوي، هغه خواره کۍ درې پنجشنبې لوڅې پښې زیارت ته ځي، د منجاور لپاره یې نذرانه په پلو پورې غوټه کړې وي او هلته په کټارو پورې رنګا رنګ ټوټې وتړي، ګوندې که مراد یې پوره شي؛ همدا باور دی. د کرونا مریض ته په کار ده چې له بل کس څخه یونیم ګز واټن ونیسي، خو هغه په ډیرې تلوسې د کوم دمګري خلوت خانې ته د شفا په نیت ورځي. ملا صیب ورته د اوبو ګیلاس دموي او خپلې لاړې په کې تف کوي، دا یې بې خاره په سر را اړوي؛ همدا باور دی.
 
یو کس د خپلې مبارزې د حقانیت په خاطر وايي چې هغوئ ته له آسمانه بې پوستکي پسونه راغلي او په ونه کې ځوړند وو، نور ورته ژاړي او د تایید سرونه ورته خوځوي؛ همدا باور دی. د فبرورۍ په شپږمې چرګ بانګ مهال، ترکیه د دې صدۍ یوې هیبتناکې او زاره چاودې زلزلې ولړځوله. په سبانۍ ورځ بله زلزله په داسې حال کې راغله چې یو ترکي ژورنالست چې له خدای او دین سره په همیشني جنګ مشهور دی په ټلویزیوني پروګرام کې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې. رنګ یې والوت، اوتر اوتر یې یوې خوا بلې خوا ته وکتل، له څوکۍ پاڅید، ناڅاپه یو ځواکمن ذات وریاد شو او د بسم الله بسم الله چیغې یې پیل کړې؛ همدا باور دی.
 
یو ماشوم چې کله له خطر سره مخ شي، نو لومړنۍ چیغه یې پلار ته وي، ځکه هغه د ده په وړوکي عقل کې اتل او ژغورونکی دی، همدا باور دی. یو تن به ښه پوهیږي چې په فلاني قبر کې د الله یو بنده څو پیړۍ وړاندې خښ شویدی، حقیقت خو دا دی چې هغه مړ مسکین د دې ژوندي عقیدتمند دعا ته اړ دی،‌ خو دې یې د قبر کاڼي په ځان پورې سولوي چې ننکۍ او بواسیر یې ښه شي، همدا باور دی. خوشبويي هیچ چا نه ده لیدلې، خو د هر چا خوښیږي، اوسپنه کلکه، واوره سپینه او سکاره تور دي،‌ که یو څوک چورلټه بې سواده او په غبرګو سترګو ړوند هم وي،‌ خو د زړه په تاخچو او د ذهن په حجرو کې به یې انځور د نورو په څیر وي، همدا باور دی.
 
د نړۍ د پاو کم دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه سنیان او یواځې ۱۱ سلنه یې اهل تشییع دي. دغه لوی اکثریت عقیده لري چې د مِهدي مُنتَظر خپل نوم به محمد، د پلار نوم عبدالله او له قیامت څخه وړاندې به په مکې کې د یو مصلح او واکمن په توګه راڅرګند شي او د عدل نظام به راولي. خو اثنا عشري « دوازده امام فرقه » وايي چې هغه دولس پیړۍ وړاندې زیږیدلې دی، ژوندې دی، معصوم دی، د عراق د سامراء په یوې سمڅې کې پټ دی او ولایت فقیه (آیت الله خامنه اي) یې نماینده ګي کوي، همدا باور دی.
 
نو د مشت نموه ای خروار له دې بیلګو څخه جوتیږي چې باور یو داسې فکري او عقیدوي بهیر دی چې په هیڅ لابراتور او محکمې کې ثبوت ته اړتیا نه لري. همدا شان د فلسفي تعریف له مخې، اعتماد یا باور هغه لید لوری دی چې د سم او ناسم په اړه یې څوک تحقیق او څیړنې ته اړتیا نه ویني. البته هڅه، مثبت فکر او په خپل هوډ باندې کلک دریدل د باور پیلامه ده. طبیعي ده چې هر انسان خپل ځان،‌ خپلې وړتیاوې، نیمګړتیاوې او کمزورۍ له بل هرچا څخه ژر او په آسانه توګه درک کولاې شي. د ښه احساس درلودل مهارت دی خو د اعتماد او باور معنا نه لري، نو په هرڅه کې شک لرل، د انسان باور په سیند لاهو کوي؛ له همدې وجې په ټولنه کې بې اعتباره سړی یا میرمن تر هرچا ډیر ځوریږي او څوک دوه توتې ارزښت نه ورکوي.
 
د امریکا د فورډ موټرو مخترع او نومیالی لیکوال، هنري فورډ (Henry Ford) وايي: «که تا د یو کار کولو ته ملا وتړله، نو پوه شه چې ته یې کولاې شې، خو که زړه نا زړه او اراده دې پڅه شوه، نو هم مات شوې هم ناکام، همدا ستا باور دی چې د یو فکر په بیا بیا تکرار سره منځته راځي». ارواه پوهان وايي: په خپل ځان ویسا د هر انسان په خټه او تومنه کې یو پټ عنصر دی چې د وخت په تیریدو، د پيښو په رامنځ ته کیدو او د چاپیریال څخه په اغیزمند کیدو سوکه سوکه رامنځ ته کیږي. په ځان باور، د خلکو د څارنې او د هغوئ د چلند کاپي ده او د هغه له مخې يو کس د خپل ځان ارزښت په خپله ټاکي. په خپل ځان بې باوره خلک تل دا احساس لري چې دوئ کمزوري، بیوسه او د ټولنې د نورو تکړه وګړو په تله د تللو وړ نه دي؛ نو تل یې د پښیمانۍ او شرم پړونې په ذهن غوړیدلې وي.
 
باور هغه اغزن سفر دی چې ډیر سواد، غټ مقام، لوړې شهادتنامې او اوږدې تجربې ته ضرورت نه لري، بلکې د الله تعالی په ذات کلک ایمان لرل او د ډار په وړاندې جرئت د دغه مزل د لنډه ولو تر ټولو غوره توښه ده. د نفسیاتو یو تکړه استاد لیکي: «کوم خلک چې په خپلو خبرو کې ډیر قسمونه خوري،‌ درواغ وايي او د نورو په کمزوریو باندې شخوند وهي، په لوې لاس خپل حیثیت ته تاوان اړوي او د نورو باور کموي. دغه ډول وګړي په خبرو کې د رښتیا وایم، صادقانه وایم، اصلي خبره دا ده،‌ له تا څه پرده او له مخې دې حیا، کلمې ډیرې کاروي چې د کاواکۍ، بې باورۍ او ناخوالۍ نښې دي». مثبت فکر او باور انسان ته شخصیت،‌ وقار او انرژي ورکوي او د پرمختګ سبب یې ګرځي؛ خو د منفي باور انسانان تل د کار له پیله وړاندې، د یو عذر په لټه کې وي. له باور پرته ژوند ستونزمن دی، نو څومره چې موږ په خپل چاپيریال، ادارې او ټولنې کې اعتمادي ملګري او باوري فضا ولرو، هومره به مو د فکر پلویان ډیر او د نظر ملاتړي زیات وي.
 
د یقین کلمه ۲۸ ځلې په قرانکریم کې راغلې چې د باور، هڅې او درنښت په مفهوم ده،‌ البته دوه کرته د مرګ په مفهوم هم راغلې چې یو ځای د الحِجر په سورت کې ده: (وَ اعْبُدْ رَبَّکَ حَتَّى یَأْتِیَکَ الْیَقِینُ - ترهغې د خپل رب عبادت وکړه، ترڅو مرګ درته راشي). له بله پلوه د هجرت په پنځم کال، رسول علیه السلام د خندق / الاحزاب په غزوې کې د لوږې له لاسه په ګیډې پورې ډبرې تړلې وې، خو د کولنګ له دوهم ګوزار سره یې وویل: « الله تعالی ډیر ستر او زورور دی، ما ته د کسری د فتحه کولو کیلي راکړل شوه » پخپلې داعیې او رسالت باندې د همدې مزبوت باور پایله وه چې نهه کاله وروسته د قادسیې په جګړې کې د هغه د یو صحابي، سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه په مشرۍ فارس فتح شو.
 
فکر کوم زموږ په ټولنې کې د باور، یقین او اعتماد د ارزښت په هکله په دې کلیوال او دهقاني متل کې کاپيره معنا پرته ده چې وايي: (که میوه خامه وي پخیږي، خو چې انسان کچه شي، بیا یې پخیدل عمرونه غواړي).
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay