څنګه په ژوند کې بریالي شو؟

په عصري نړۍ کې، زموږ په شاوخوا کې دوه ډوله کسان لیدل کېږي، بریالي کسان او ناکام کسان.
 
بریالي کسان تر ډېره بریده هڅه کوي، ترڅو بریاوې یې زیاتې شي او په دویمه ډله باندې بدل نه شي او دویمه ډله هم له دې چې بریالۍ شي، ناهیلې شوې ده.
 
که ښه ځیر شئ، نو به وینئ، چې د دې افرادو د ژوند په تګلاره کې لوی توپیرونه شتون لري، چې پوهېدل یې له مهربانۍ څخه تش نه دي. که غواړئ یو بریالی فرد واوسئ، ځینې مهم ټکي شتون لري، چې هرومرو باید په اړه یې معلومات ولرئ، ځکه چې دا موارد هماغه رازونه دي، چې په اړه یې بریالي کسان معلومات لري.
 
۱ ـــ بریالي کسان سهار ژر له خوبه را ویښېږي
هرومرو مو اورېدلي دي، چې چینجي هغه حیوانات دي، چې سهار ډېر ژر را ویښېږي، دا موضوع د انسانانو لپاره هم صدق کوي.
 
که هوډ لرئ، چې کارونه مو په مناسب وخت کې ترسره کړئ، باید د سهار له مخې ډېر ژر له خوبه را ویښ شئ او په هڅې او کوښښ سره کارونه مو وڅارئ.
 
دا توکی د ټولو بریالیو کسانو په ژوند کې، یوه عادي چاره ګڼل کېږي، نو لکه څنګه چې وایي سهار وخته را ویښېږه، ترڅو بریالی او خوشاله واوسې، غوره ده، هڅه وکړئ، چې سهار ژر له خوبه را ویښ شئ، ځکه که ژر را ویښ شئ، نو کولای شئ ډېر کار ترسره کړئ.
 
سهار د وخته را پاڅېدل تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو هغه دنننۍ لټي ته، چې کولای شي تاسو په خپل دننه کې بوخت کړي، ماتې ورکړي، دغه راز له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ، چې پرمختګ او مخ پر وړاندې حرکت ته چمتو یاست. کله چې ناوخته له خوبه را ویښ شئ، ډېر زیات احتمال شتون لري، چې له هر څه نه شاته پاتې شئ، که سهار ژر له خوبه را ویښ شئ، نو هر څه به کنټرول کړئ.
 
جف بیسوس وایي: وخته ویده شئ او وخته له خوبه را ویښ شئ، سهارني ساعتونه ډېر زیات ارزښتمن دي، نو له لاسه یې مه ورکوئ.
 
۲ ـــ بریالي افراد سالم خوړنیز عادتونه لري
د بریا یوه له مهمو برخو څخه، سم خواړه خوړل او په خپل بدن باندې پام کول دي، دا په دې مانا دی، چې تاسو باید په خپل بدن باندې پام وکړئ او سالم خوړنیز پروګرام وټاکئ، که په ښه توګه خواړه وخورئ، نو بدن به مو هم روغ وي، نو د روغ بدن په لرلو په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، خپل کارونه ترسره کړئ.
 
تاسو باید له فسټ فوډونو، شکرې او کافئینو څخه ډېره کمه ګټه واخلئ. بریالي کسان تل د پرمختګ په حال کې دي، ځکه په خپل بدن باندې په سمه توګه پام کوي او د خپل بدن دننني سیستم ته ارزښت ورکوي.
 
که په خپل بدن باندې پام وکړئ، یو ځانګړی خوړنیز رژیم وڅارئ او هڅه وکړئ، چې خپلې روغتیا ته اهمیت ورکړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې خپل ځان ته به ډېر زیات ارزښت ورکړئ.
 
۳ ـــ بریالي کسان په دې باندې پوهېږي، چې څه څیز ارزښت لري او څه څیز یې نه لري
بریالي کسان، خپله بریا او په ژوند کې لوړ مقام ته رسېدل د هغه نرم فکر او وړتیاوو پوروړي ګڼي، چې له هغوی سره یې بریا ته د رسېدو په لاره کې مرسته کړې ده.
هغوی پوهېږي، چې نړۍ د بدلون په حال کې یو ډګر دی، په دې مانا، چې هغوی له نورو افرادو څخه ډېر د بدلون او تحول منندوی دي او د ژوند له لوړو او ژورو څخه هرکلی کوي.
 
د دې پرځای چې فکر وکړي «د بدلون لپاره جوړ شوي دي»، پوهېږي چې واقعاً د ژوند بریاوې همېشنۍ نه دي، نو له دې امله لوړو مقامونو او ډېرو بریاوو ته د رسېدو لپاره خپله ټوله هڅه او کوښښ کوي او معمولاً د خپلو هڅو پایله به وویني.
 
۴ ـــ هغوی له جسمي پلوه فعال دي
د دې افرادو د بریا یوه بله کلیدي ځانګړتیا داده، کله چې ورزش کوي او له بدني پلوه فعال دي، نو هوښیارېږي.
 
په داسې حال کې، چې زړښت په دې مانا دی، چې ورزش ستاسو په بدن باندې ډېر کم اغېز لري، خو منطم تمرین او لنډ مهالی پلی مزل، بایسکل ځغلونه او لامبو له تاسو سره مرسته کوي، چې بدن مو تازه وساتئ.
 
د سالمو خوړو په خوړلو او د منظم او سپک ورزش په لرلو، لکه پلی مزل، نه یوازې سالم بدن به ولرئ، بلکې هوښیارتیا به مو هم زیاته شي.
 
که د بدن د روغتیا او په ژوند کې د بریالیتوب په اړه جدي یاست، نو باید ورزش کولو ته ډېر وخت ځانګړی کړئ او لا ډېر بدني فعالیت ولرئ، په عین حال کې هڅه مه کوئ، چې د خوړنیز رژیم یا د درندو ورزشي تمرینونو په ټاکلو سره په خپل بدن باندې فشار راولئ، بلکې د خپلې جسمي او اروایي روغتیا ساتلو لپاره هرڅه مو چې په توان پوره وي، ترسره یې کړئ.
 
که یوه ورځ ډېر زیات بوخت یاست او ډېر زیات کارونه لرئ، چې باید ټول ترسره کړئ، کولای شئ په ورزش کې مو کمښت را منځته کړئ، خو هېڅکله له خپلو ورځو څخه ورزش او بدني فعالیت مه لیرې کوئ، ځکه چې همدا بدني فعالیت د دې سبب ګرځي، چې کارونه په پرانیستي ذهن ترسره کړئ او بریالي شئ.
 
حتا که دا بدني فعالیت یو لنډ پلی مزل وي، بیا هم ستاسو د ذهن له فعالېدلو سره به مرسته وکړي، په یاد ولرئ، چې بریالي کسان هم روغ ذهن او هم روغ بدن لري.
توماس جفرسن وایي: پلی مزل تر ټولو غوره ورزش دی، چې کولای شئ وې ټاکئ، نو له دې امله هېڅکله یې مه پرېږدئ.
 
۵ ـــ هغوی د استراحت لپاره خپل ځان چمتو کوي
بالاخره د نړۍ تر ټولو بریالي افراد، هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې کوم څه یې د شپني استراحت مخه ونیسي. که غواړئ بریالي شئ، نو دا کار د روغ ذهن او روغ جسم لپاره ترسره کړئ، په ځنډ سره خوب ځای ته له تللو او لږ خوب کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه دا موارد د دې سبب ګرځي، چې خلاقیت مو له لاسه ورکړئ.
 
که غواړئ، چې د ورځې په اوږدو کې وکولای شئ، له خپل بدن څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ، نو منظم شپني خوب ته اړتیا لرئ. د مډیټېشن په څېر تخنیکونه، ډېرې ښې تګلارې دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، ښه خوب ولرئ او په کافي اندازه آرام وکړئ.
 
دا تګلارې د دې سبب ګرځي، ترڅو د ورځې په اوږدو کې د ستړیا احساس ونه کړئ، تازه او خوشاله واوسئ. بریالي کسان د خپل جسم او روح د ښه والي لپاره، له بېلابېلو تګلارو څخه ګټه اخلي او همدا چاره به یې په ژوند کې د بریا سبب شي.