په دې کارونو سره د نړۍ تر ټولو غوره خاوند شئ

یو شمېر کوچني کارونه شتون لري، چې ټول نارینه یې ترسره کولای شي، ترڅو د ژوند غوره شریک او خاوند واوسي.
 
اړیکه هغه مهال پرمختګ کوي، چې جوړې په اړیکه کې فعال رول ولري او هر څه ته پام وکړي او یو بل درک کړي، یوه مینه ناکه اړیکه هڅې ته اړتیا لري، ځینې کوچني کارونه شتون لري، چې ټول نارینه یې ترسره کولای شي، ترڅو د ژوند غوره شریک او خاوند واوسي.
 
په دې لیکنه کې په هغو شلو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې په ترسره کولو سره یې کولای شئ د خپل ژوند د شریک لپاره تر ټولو غوره خاوند واوسئ.
 
۱ ـــ د خپلو احساساتو په اړه په رښتینې توګه خبرې وکړئ، کله چې له تاسو نه پوښتنه کوي، چې حالت مو څنګه دی، د هغه څه په اړه، چې ستاسو د ځور او خپګان لامل شوی دی، ورته ووایئ.
 
۲ ـــ د خپل ژوند له شریک څخه پوښتنه وکړئ، چې د ورځې په اوږدو کې یې کوم کارونه ترسره کړي دي او له قضاوت پرته خبرو ته یې
غوږ ونیسئ، که وډونګېده، یانې ښه ورځ یې نه ده لرلې، نو غوسه کېږئ مه او یوازې غوږ ونیسئ، ترڅو خبرې وکړئ او آرامه شي.
 
۳ ـــ کله چې خبرې کوي، نو خبرې یې مه پرې کوئ، پنځه ثانیې فرصت ورکړئ، که څه یې ونه ویل، نو هغه وخت خبرې وکړئ.
 
۴ ـــ په هغه څه باندې، چې پوهېږئ له پاکولو څخه یې کرکه لري، نو تاسو یې پاک کړئ، اړینه نه ده، چې ورته ووایئ، دا کار مو وکړ، هغه به متوجه شي.
 
۵ ـــ هر کله مو چې احساس وکړ، ستړې ده، نو موبایل مو لیرې کړئ، پورته شئ او لوښي ووینځئ.
 
۶ ـــ له وزن سره یې کوم کار مه لرئ، خو د خپلو غړو تناسب ته ارزښت ورکړئ، هغه په خپله پوهېږي، چې چاغه یا ډنګره ده.
 
۷ ـــ خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړئ او د کلني ازمېښت لپاره ډاکټر ته ورشئ.
 
۸ ـــ په دوستانو او کورنۍ باندې یې مهربان واوسئ، اړتیا نه شته، چې له هغو سره مینه ولرئ، یوازې له هغوی سره درنښتیز چلند وکړئ.
 
۹ ـــ د حقیقت ویل که هر څومره درته سخته وي، مهم نه دی، مهمه دا ده، چې له هغې سره رښتینی واوسې.
 
۱۰ ـــ که له کوم څه څخه خوند اخلئ، نو هغې ته ووایئ او خپله لېوالتیا مو مه پټوئ.
 
۱۱ ـــ که کوم څوک له هغې سره بد چلند کوي، نو ترې دفاع وکړئ، اجازه مه ورکوئ، چې کوم څوک ورته سپکاوی وکړي او سکوت وکړئ.
 
۱۲ ـــ که د اندېښنې او خپګان پرمهال له تاسو نه یې وغوښتل، چې یوازې یې پرېږدئ، ترڅنګ یې کېنئ او سکوت وکړئ، خو هېڅکله یې یوازې مه پرېږدئ.
 
۱۳ ـــ ستونزو ته یې غوږ ونیسئ او ورسره همدردي ښکاره کړئ، هڅه مه کوئ، چې ستونزه یې حل کړئ، مګر دا چې د مرستې غوښتنه وکړي.
 
۱۴ ـــ د کورنۍ د غړو او دوستانو پر وړاندې یا په عمومي ځای کې، له هغې سره مینه او محبت ښکاره کړئ.
 
۱۵ ـــ کوچنۍ ستاینې ستاسو په اند بې اهمیته دي، خو د هغې لپاره ډېر زیات ارزښت لري، د هغې په ستاینه کې دریغ مه کوئ.
 
۱۶ ـــ د خپلې مینې د کیسې ساتونکی واوسئ، کله نا کله د خپلو ښو خاطرو په اړه هغې ته کیسه وکړئ.
 
۱۷ ـــ که له کوم څه څخه خواشینی یاست، مخکې تر دې، چې د خپل ژوند شریک ته یې ووایئ، نو یاددښت یې کړئ، ځینې څیزونه ارزښت نه لري.
 
۱۸ ـــ د هغې لپاره مینه ناک یاددښتونه پرېږدئ.
 
۱۹ ـــ هغه مهمې دندې، چې په کور کې یې لرئ، نو مه یې هېروئ او له هغې څخه تمه مه لرئ، چې نارینه کارونه ترسره کړي.
 
۲۰ ـــ مهربان واوسئ، ژوند سخت مه نیسئ، بد خُلقی او منفي فکر لرونکی مه اوسئ، انګېزه ولرئ او هغې ته هم انګېزه ورکړئ.