فېسبوک لس زره خپل کارمندان له دندو شړي 

مېتا، چې فېسبوک، وټس-آپ او انسټګرام يې تر چتير لاندې کار کوي؛ د خپل کاري ټيم د لس زره کار کوونکو د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی. 

د ميټا څښتن مارک زاکربرګ په يو ليک کې خبر ورکړی دی، چې  مېټا شرکت به خپل لس زره کارمندان رخصت کړي او له دې کار يې موخه په شرکت کې د لا ډېرې  اغېزمنتيا راوړل دي. 

ميټا شرکت تېر کال هم ۱۱زره خپل کارمندان له دندو ګوښه کړي وو. د ميټا ځينو چارواکو ويلي دي، چې د دوی د پالېسۍ له مخې د انساني ځواک پر ځای پر روبوټيک ځواک تمرکز کول دي، چې پايله کې به يې زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شي.