په دې کارونو سره، خاوند مو په خپل ځان باندې مئین کړئ

د ټولو ښځینه و خوښېږي، چې داسې کارونه ترسره کړي، چې له دوی سره د خاوند مینه او لېوالتیا یې زیاته شي.
 
له بده مرغه کله چې د اړیکې له خوندیتوب څخه خبره رامنځته کېږي، ټول افراد داسې فکر کوي، چې باید یو ستر کار ترسره کړي، خو داسې نه ده. ډېر زیات کوچني کارونه، چې ښځینه او نارینه ورته ارزښت نه ورکوي او ښایي تر نظره یېپه دې کارونو سره، خاوند مو په خپل ځان باندې مئین کړئ
 
 مسخره ده، د مینې او لېوالتیا په ساتلو کې ډېر زیات اغېز لري.
په دې لیکنه کې د مېرمنو لپاره په دیارلس کوچنیو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شي، خپل خاوند ته نارینه توب ورکړي.
 
۱ ـــ کله چې موټر چلوونه کوي، نو ویده شئ، ستاسو دا کار هغه ته د نارینه توب احساس ورکوي او ښکاره کوي، چې په هغه باندې اعتماد لرئ.
 
۲ ـــ هغه ته په ښکلو القابو سره غږ وکړئ، د نارینه و خوښېږي، چې هغوی ته د «زما ګران سړی او.....» د القابو په څېر غږ وشي.
 
۳ ـــ له هغه څخه مرسته وغواړئ، د کوکاکولا یا مربا بوټل د سرپوښ په خلاصولو کې، یا د توکو او وسایلو ځای پرځای کولو یا بل هر څیز، چې هغه وکولای شي، تاسو ته خپل ځواک دروښیي.
 
۴ ـــ مرسته وکړئ، ترڅو خپلې جامې واغوندي، د غاړې دستمال یې ور په غاړه کړئ، تڼۍ یې ور وټړئ او کرتۍ یا کوټ یې ور واغوندئ.
 
۵ ـــ هر کله چې په کور یا انګړ کې په کوم کار باندې بوخت دی، وې ګورئ او چک یې کړئ.
 
۶ ـــ په ناڅاپي توګه یې په غېږ کې ونیسئ.
 
۷ ـــ پرته له دې، چې له تاسو کوم څه وغواړي، هغه څښاک یا خواږه یې چې خوښېږي ورته راوړئ او دا ورته ښکاره کړئ، چې درته مهم دی.
 
۸ ـــ هغه ته مساج ورکړئ او په وېښتانو کې یې ګوتې ووهئ.
 
۹ ـــ کله چې د کورنۍ او نږدې خپلوانو په منځ کې د یو بل ترڅنګ یاست، د نورو په مخکې یې ستاینه وکړئ او هغه ته د ځانګړي اوسېدو احساس ورکړئ.
 
۱۰ ـــ اجازه ورکړئ، چې ستاسو لپاره کباب یا هر هغه خواړه یې چې خوښېږي چمتو کړي، د هغه خوښېږي، چې په خپل لاس پاخه کړي خواړه یې وخورئ.
 
۱۱ ـــ کله چې په موټر کې یاست، نو اجازه ورکړئ، چې هغه موټر چلوونه وکړي، د هغه خوښېږي، کله چې موټر چلوونه کوي، تاسو ورته وګورئ.
 
۱۲ ـــ هره ورځ یو د کارونو لپاره یې، چې د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوي، ترې مننه وکړئ او ورته ووایاست، چې هڅې یې وینئ او ستایئ یې.
 
۱۳ ـــ ورته ووایئ، چې څومره مینه ورسره لرئ او ولې ورسره مینه لرئ.
دا مه هېروئ، چې هغه ستاسو خاوند دی او خوښېږي یې ورته یادونه وکړئ، چې ورسره څومره مینه لرئ. له هغه څخه د نارینه توب احساس مه اخلئ، له هغه سره تل داسې چلند وکړئ، چې احساس ونه کړي کمزوری دی او نه شي کولای، چې په خپل ځان باندې پام وکړي، د هغه نه خوښېږي، چې ورته مورتوب وکړئ، هغه مېرمنتوب غواړي.