د خپل ژوند له شریک سره د یوه ښه نارینه پنځلس نښې

آیا پوهېږئ، چې یوه ښه او سالمه اړیکه کومې ځانګړتیاوې لري یا یو نارینه یا یوه ښځینه د خپل ژوند له شریک سره باید څنګه چلند وکړي؟
 
ډېری خلک ډاډه نه دي، چې یوه سالمه اړیکه کومې ځانګړتیاوې لري یا یو ښه نارینه یا یوه ښه ښځینه څنګه باید د خپل ژوند له شریک سره چلند وکړي.
 
د دې موضوع د روښانه کولو لپاره، موږ په دې لیکنه کې د یوه ښه نارینه په پنځلس نښو او دا چې د خپل ژوند له شریک سره څنګه چلند کوي، رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور سره ولولئ.
 
۱ ـــ هغه هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې هېر کړئ، له تاسو سره څومره مینه لري او څومره د هغه لپاره مهمه یاست.
۲ ـــ هغه تل له تاسو څخه ملاتړ کوي، تاسو نه ناهیلې کوې او د دې سبب نه ګرځي، چې داسې احساس وکړئ، چې نه شئ کولای کوم کار ترسره کړئ.
۳ ـــ د هغه انګېزه او مقام غوښتنه، په داسې حال کې، چې د خپلو لېوالتیاوو په لټه کې دی، په تاسو باندې اغېزه ښندي او تاسو ته الهام دربښي.
۴ ـــ له اعتماد پرته، د مینې یا درنښت لپاره هېڅ بنسټ شتون نه لري، هغه هڅه کوي، ترڅو ستاسو اعتماد را جلب کړي او وې ساتي.
۵ ـــ هغه تل تاسو ته یادونه کوي، چې ښکلې یاست او تاسو په زړه پورې ویني، حتا که تاسو د ښکلا احساس ونه کړئ.
۶ ـــ هغه تاسو ته د خوندیتوب احساس درکوي او تاسو ته وایي، چې ستاسو ترڅنګ د خوندیتوب احساس کوي.
۷ ـــ ستاسو د خوشاله کولو لپاره کوچني کارونه ترسره کوي.
۸ ـــ په یوه اړیکه کې د نظر اختلاف او شخړه شتون لري، خو هغه هېڅکله تاسو ته سپکاوی نه کوي.
۹ ـــ هغه تل په دې هڅه کې دی، چې یو نوی مهارت زده کړي او خپل ځان ننګوي، ترڅو په تاسو باندې مثبته اغېزه وښندي.
۱۰ ـــ هغه په دې باندې پوهېږي، چې چلند له کلیمو څخه مهم دی، کله چې له تاسو سره ژمنه کوي، نو پرې عمل کوي او خپلو خبرو ته ژمن دی.
۱۱ ـــ هغه خپل احساسات، وېرې او حتا خپلې پټې غوښتنې بیانوي او له تاسو نه کوم څه نه پټوي.
۱۲ ـــ هغه تل له تاسو سره رښتینی دی او په دې باندې پوهېږي، چې رښتینولي تل تر ټولو غوره سیاست دی.
۱۳ ـــ هغه په تاسو باندې ستاسو د احساساتو او عواطفو په خاطر قضاوت نه کوي او دغه راز تاسو نه رټي او تاسو هڅوي، چې رښتینې واوسې.
۱۴ ـــ هغه هېڅکله له روحي، عاطفي یا جسمي پلوه له تاسو نه بده ګټه نه اخلي.
۱۵ ـــ هغه په ننګوونو او بدو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ درېږي.
 
دا په دې مانا نه ده، چې کولای شئ هغه ته بې احترامي وکړئ، دروغ ووایئ یا خیانت وکړئ او له هغه څخه تمه ولرئ، چې تاسو ته ژمن پاتې شي، دا ټول موارد باید دوه اړخیز وي.