پسرلی څه ته وایي او په دې موسم کې څه پېښېږي؟

له ژمي وروسته او له دوبي مخکې د پسرلي موسم راځي. پسرلی هغه موسم ته وایي، چې په هغه کې د ژوند نوښت، نوی زېږون، بیا ځواني؛ تکرار او نوښت، بیا رغونه او وده رامنځته کېږي.
 
په پسرلي کې څه پېښېږي؟
پسرلی هغه وخت دی، چې په هغه کې ګلان غوړېږي، دښتې او غرونه زرغونېږي او ونې یو ځل بیا وده پیلوي. د پسرلي موسم په اوږدو کې، د ځمکې محور د لمر په لور کږېږي او په همدې دلیل ورځې اوږدېږي او په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه لوړېږي. تاسو کولای شئ په دې ښکلي، د خوښې وړ او په زړه پورې موسم کې، د ځمکې پرمخ د واورو ویلې کېدل، په ویالو او سیندونو کې د ویلې شویو واورو له امله د اوبو ناڅاپي ډېرښت وګورئ.
 
د پسرلي په اړه کوم ځانګړی څیز شتون لري؟
د دې موسم په اوږدو کې هوا، له هغه وروسته، چې حیوانات له ژمني خوب څخه را ویښېږي؛ لمرینه کېږي، هغه حیوانات، چې د ژمني خوب غېږې ته پناه ور وړي، په دې وخت کې، را ویښېږي او فعالېږي. ډېری حیوانات، لکه: غوا ګانې، الوتونکي او هیلۍ ګانې، خپل بچیان دې نړۍ ته راوړي، دا بیولوژيکي نښې دي، چې د پسرلي د موسم د راتګ نښې څرګندوي.
 
پسرلی د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې، په بېلابېلو وختونو کې رامنځته کېږي. د پسرلي پیلېدل د بېلابېلو لاملونو تر اغېزې لاندې قرار لري.
 
د پسرلي موسم د ځمکې د کُرې په موجوداتو او په ټوله کې په هرڅه باندې ډېر زیات اغېز لري. د ځمکې پرمخ د ګیاوو په را زرغونېدو سره، د حیواناتو لپاره خوړنیز توکي برابرېږي. واښه خوړونکي حیوانات د ګیاوو د موندلو لپاره یو فرصت پیدا کوي، په داسې حال کې، چې غوښه خوړونکي حیوانات د خپل ښکاره په تمه دي.
 
د پسرلي د موسم په اوږدو کې کوم کارونه ترسره کړو؟
د رخصتیو په اوږدو کې په سفر لاړ شئ، سفر کول یوازې د دوبي لپاره نه دي.
له ګلانو څخه په یوه ډکه او مالامال دښته کې پلی مزل وکړئ.
آرام او هوسا واوسئ؛ فکر وکړئ او د طبیعت ښکلاوو ته وګورئ، د ورځني ژوند ټولې اندېښنې هېرې کړئ او ذهن مو تش کړئ، دغه راز د الوتونکو په غږونو او د طبیعت په بوی باندې تمرکز وکړئ.
 
بڼوالي او بزګري وکړئ، ځینې سبزیانې، چې کولای شئ په پسرلي کې یې وکرئ، عبارت دي له: شلغم، رومي بادنجان، دڼیا، سرې مولۍ او لوبیا. که نه غواړئ سبزیانې وکرئ، کولای شئ د ګلانو کرل او روزل وازمایئ، ځینې ګلان، چې کولای شئ په پسرلي کې یې وکرئ، لکه: د نرګس ګل، د سنبل ګل او د لاله ګل دي.
 
د پسرلي په موسم کې، د الوتونکو د نويو زېږېدلو بچیانو د غږونو اورېدل، چې په ونو کې دي، له لاسه مه ورکوئ.
 
پسرلی د نویو څیزونو د زده کولو لکه بایسکل ځغلونې لپاره یو ښه وخت دی.
 
د پسرلي په اړه د پوهانو ویناوې
ـــ هغوی کولای شي، ګلان له منځه یوسي، خو د پسرلي د راتګ مخه نه شي نیولای. (پابلو نروډا)
 
ـــ په تمه مه اوسه، ترڅو یو څوک درته ګل راوړي، خپله باغچه رامنځته کړه او په خپلې هڅې سره یې ښکلې کړه، پسرلی ستا ترڅنګ هم دی. (لوټر بوربانګ)
 
ـــ پسرلی موږ را ویښوي، موږ تغذیه کوي او موږ یو ځل بیا ژوندي کوي، که تاسو خپل ځان په جنتري کې زنداني کړی وي، په کال کې یوازې یو ځل پسرلی احساس کوئ، خو که چېرې په خپل دننني ځواک باندې تکیه وکړئ، نو تل به له پسرلي سره مخامخ شئ. (ګاري زوکاو)
 
ـــ پسرلی ښایي په نړۍ کې د حقیقي ښکلا له شتون څخه یو مینه ناکه یادونه وي. (اریک ټامپسن)
 
ـــ پسرلی د طبیعت د رنګولو لپاره د ګلانو د غوړېدو موسم دی. (رجینالډ هرپر)
 
ـــ هېڅکله د ژمي په موسم کې یوه ونه مه پرې کوئ، هېڅکله د ناهیلۍ په وخت کې او دغه راز په بد حالت کې منفي تصمیم مه نیسئ، په تمه پاتې شئ، زغم ولرئ، توپان تېرېږي او پسرلی را رسېږي.
(رابرټ سکولر)
 
ـــ پسرلی راځي او له خپل ځان سره خوښي او خوشالي راوړي، لږ زغم ولرئ او هیله من واوسئ او دغه راز ډاډه اوسئ، چې ستاسو ژوند هم یوه ورځ ښه کېږي. (انیتا کریزان)
 
ـــ هو ... دا پسرلی دی، چې له خوندور هیجان سره ستاسو په لور راځي. (جان موییر)
 
ـــ پسرلی راځي..... او که چېرې ښه وګورئ، هر پسرلی په فرد پورې منحصر دی او خپل جذابیت لري.    (الیس پیټر)  
 
ـــ هغه ورځ، چې الله (ج) هیله تازه کوي، پسرلی رامنځته کوي. (برنارډ ویلیامز)
 
ـــ د دې پرځای، چې په ناهیلۍ سره د پسرلي په تمه کېنئ، د موسمونو له بدلونو سره مینه وکړئ، له بدلون سره مینه ولرئ، ترڅو هر موسم ستاسو لپاره له خوښۍ څخه ډک شي. (جورج سانټایانا)
 
ـــ توپیر نه کوي، چې ژمی څومره اوږدی دی، په بشپړه توګه یو پسرلی راتلونکی دی. (انګلیسي متل)
 
ـــ ګل د ګل ترڅنګ د پسرلي په پیلېدو سره ځان ښودنه کوي. (چارلز سویین بورن)