په عاطفي اړیکه کې د هیجاني هوښیارتیا اغېز

مینې او یوې پایښت لرونکې صمیمي اړیکې ته د رسېدو لپاره، تاسو اړتیا لرئ، ترڅو د هیجاني هوښیارتیا مهارتونه زده کړئ، دا ښکاره کوي، چې هیجاني هوښیارتیا کولای شي، زموږ په عاطفي اړیکه کې مثبتې اغېزې رامنځته کړي. په هغو بدلونونو باندې د پوهېدو لپاره، چې زموږ او زموږ د شاوخوا کسانو په ژوند کې رامنځته کېږي، موږ هیجاني هوښیارتیا ته اړتیا لرو. د دې هوښیارتیا په مرسته کولای شو، ژوره او پایښت لرونکې اړیکه تجربه کړو، په دې سربېره د احساساتو په مدیریت کې کې هم مهم رول لوبوي. په افرادو کې د هیجاني هوښیارتیا پیاوړتیا د دې سبب ګرځي، ترڅو له نورو سره پراخې اړیکې ولري. هغه جوړې، چې په خپل دننه کې یې هیجاني هوښیارتیا روزلې ده، له ژوند او مینې څخه ښه او غوره درک لري.
 
په اړیکه کې په بشپړه فعاله توګه د بدلون په لټه کې واوسئ
په دې کار سره به ستاسو اړیکه تل وده او پرمختګ وکړي او هغه داسې کېږي، لکه څنګه چې تاسو یې غواړئ، دا بدلونونه مثبت بدلونونه دي.
 
د اړیکو ننګوونو ته د یوه فرصت په سترګه ګورئ
دا په دې مانا ده، چې خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو باندې بدلوئ، هغو مسایلو ته، چې په مخکې یې لرئ، د یوه فرصت په سترګه ګورئ، په دې وخت کې ورانوونکي عادتونه پرېږدئ او د ستونزو د حل کولو لپاره مناسبې حل لارې پیدا کوئ. هغه کسان، چې لوړه هیجاني هوښیارتیا لري، د ستونزو په اړه له خبرو اترو څخه وېره نه لري.
 
ټولو هغو احساساتو ته، چې یو بل ته یې لرئ، درنښت کوئ
کله چې ستاسو هیجاني هوښیارتیا لوړه وي، د مینې او محبت ترڅنګ یو بل ته ډېر زیات درنښت هم لرئ، په دې شرایطو کې به د احساساتو کنټرول آسانه شي، جوړې به یو بل ونه رټي او دا د هغوی ترمنځ صمیمیت ډېروي. که خپله هیجاني هوښیارتیا پیاوړې کړئ، نو په ښه توګه به هر احساس ومنئ او ناخوښه احساسات نه شي کولای، ستاسو اړیکه خرابه کړي.
 
په خپله مینه ناکه اړیکه کې خندا وساتئ
هیجاني هوښیارتیا تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو خندا د خپل قار او غوسې ځای ناستې کړئ، په دې شرایطو کې به افراد نیوکه منونکي وي او د یو بل نیوکې په ورین تندي مني.
 
په هیجاني هوښیارتیا کې مهم عناصر
هیجاني هوښیارتیا له دې پنځه مهمو عناصرو څخه تشکیل شوې ده، چې هر یو عنصر یې په بشپړه توګه اړین دی. لاندې په دې پنځو مهمو عناصرو باندې رڼا اچول کېږي.
 
ځان پوهاوی
لومړنی عنصر د ځان پوهاوی دی، چې ډېر زیات ارزښت لري، دا په دې مانا ده، چې تاسو باید په بېلابېلو موقعیتونو کې په خپل غبرګون باندې پوه واوسئ، په دې شرایطو کې تاسو کولای شئ، په هر ډول حالاتو کې له خپل ځان څخه ښه غبرګون ښکاره کړئ.
 
د خپل ځان منظمول
دا عنصر له تاسو سره د احساساتو په غوره مدیریت کې مرسته کوي، په دې ډول شرایطو کې موږ کولای شو د خپلو احساساتو پایله په ښه توګه درک کړو او له شرایطو سره خپل ځان ته سمون ورکړو.
 
انګېزه
یو بل عنصر، چې په هیجاني هوښیارتیا کې تر سترګو کېږي، انګېزه ده، چې افراد یې له خپلو دنننیو معیارونو څخه اخلي او په رامنځته کېدو کې یې هېڅ بهرنی لامل اغېز نه لري.
 
یووالی
د یووالي د عنصر په مرسته کولای شو، تر ډېره خپلې او د نورو غوښتنې او اړتیاوې درک کړو او سربېره پر دې منندوی واوسو.
 
ټولنیز مهارتونه
په هیجاني هوښیارتیا کې ټولنیز مهارتونه مهم رول لري او تاسو د هغو په مرسته کولای شئ، له نورو سره خپله سترګیزه اړیکه وساتئ او په فعالې غوږ نیونې او د بدني ژبې په ساتلو، له نورو سره اغېزناکه اړیکه ولرئ.
 
هغه کسان، چې په خپل دننه کې هیجاني هوښیارتیا پیاوړې کوي، تر ډېره د دې پنځو عناصرو شاهدان دي، په دې عناصرو سره کولای شو، له نورو سره اغېزناکه اړیکه ولرو.
 
په عاطفي اړیکه کې د هیجاني هوښیارتیا د پیاوړتیا لپاره ځینې ټکي
د دې لپاره، چې وکولای شئ صمیمي او پایښت لرونکې اړیکې ولرئ، په پیل کې باید هیجاني هوښیارتیا په خپل دننه کې پیاوړې کړئ، دا پیاوړتیا په صبر، وخت او پشتکار سره رامنځته کېږي، د دې کار لپاره ځینې مهم ټکي شتون لري، چې موږ یې دلته معرفي کوو:
 
په اړیکه کې بدلون ومنئ
 که په اړیکه کې د بدلون په لټه کې یاست، په بشپړه توګه به خپله هڅه وکړئ، ترڅو وکولای شئ اړیکې ښه لوري ته بوځئ، که د بدلون پر وړاندې له خپل ځانه مقاومت ښکاره کړئ، په بشپړه توګه به سمې اړیکې ونه لرئ. تاسو کولای شئ په ژوند کې بېلابېل احساسات لکه: دوستي او ملتیا تجربه کړئ. په خپلو وېرو باندې غلبه وکړئ او هڅه وکړئ، ترڅو له وېرې او سټرس پرته، له نویو بدلونونو سره مخامخ شئ. په دې ځای کې د هیجاني هوښیارتیا اغېز تر ډېره مشخص کېږي. هیجاني هوښیارتیا بېلابېلې بېلګې لري، چې تاسو کولای شئ له خپلو شرایطو سره سم یې تجربه کړئ.
 
له یو بل څخه زده کړه وکړئ
کله چې خپل زده کړي څیزونه له نورو سره شریکوو، کولای شو ښه او سالمه اړیکه ولرو او خپله عاطفي او هیجاني هوښیارتیا په غوره بڼه پیاوړې کړو. خپله پوهه او تجربې له نورو سره شریکې کړئ. تاسو او د ژوند شریک مو د هیجاني هوښیارتیا ځانګړې برخې لرئ، چې باید له یوبل سره یې شریکې کړئ، هڅه وکړئ د یو بل لپاره ښه اورېدونکی واوسئ او له یو بل څخه نوي څیزونه زده کړئ. د یو بل په پیاوړو ټکو باندې کار وکړئ او هڅه وکړئ، ترڅو خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو باندې بدل کړئ. افراد کولای شي د هیجاني هوښیارتیا په مرسته خپل احساسات په عمل کې ثابت کړي او نورو ته ښکاره کړي، چې صمیمي او پایښت لرونکې اړیکې لري.
 
رښتینی واوسئ
په هیجاني هوښیارتیا کې مهم عنصر رښتینولي ده، دا په دې مانا ده، که له کوم څه څخه وېره لرئ، نو پرې غلبه وکړئ، که په کوم څه باندې نه پوهېږئ، په اړه یې پوښتنه وکړئ، باید خپل احساسات په سالمه توګه بیان کړئ، د وېرو په اړه له یو بل سره خبرې وکړئ او اجازه مه ورکوئ، چې وېره مو د پرمختګ مخه ونیسي. که په ماشومتوب کې مو زیان لیدلی دی، نو هڅه وکړئ، چې په هغه وېرې باندې غلبه وکړئ.
 
د شخړې د مدیریت په هنر باندې واک پیدا کړئ
هڅه وکړئ، چې تل له یوبل سره همغږي ولرئ او د اختلافاتو په اړه له یو بل سره خبرې وکړئ. که غواړئ په خپل دننه کې هیجاني هوښیارتیا پیاوړې کړئ، باید په ښه توګه شخړې او اختلافات مدیریت کړئ. له نورو سره ستاسو اړیکه نباید داسې وي، چې هغوی ته زیان ورسوي، نو غوره ده، چې د هیجاني هوښیارتیا اغېز تر ډېره بریده جدي ونیسئ.