په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد د پیاوړتیا دولس تګلارې، چې هر مور او پلار باید پرې پوه شي

ماشومان له زېږون څخه وروسته، په ډېره چټکه او حیرانونکې توګه نوي مهارتونه زده کوي او دغه راز ترڅنګ یې نوې وړتیاوې، په نفس باندې اعتماد او ترې ګټه اخیستنه هم ترلاسه  کوي، په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد پیاوړتیا کولای شي، د ترلاسه شویو مهارتونو په اندازه مهم وي. ماشومان باید په خپلو وړتیاوو باندې اعتماد ولري او په عین حال کې په دې باندې باید پوه شي، که په کوم کار کې بریالي نه دي، په ډېرې هڅې او کوښښ سره یې ترسره کولای شي. د تجربې په ترلاسه کولو او له ماتې څخه په درس اخیستلو سره، په هغوی کې په نفس باندې سالم اعتماد رامنځته کړئ.
 
په دې لیکنه کې به دولس تګلارې ووینئ، چې په مرسته یې کولای شئ، په نفس باندې اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ، نو لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ احساسات یې ومنئ
په هغه صورت کې، چې ماشوم په نفس باندې د اعتماد لرلو په تړاو کومه ستونزه لري او تاسو ته راځي، مهمه ده پوه شئ، چې ولې غمجن او بې حوصلې دی، دا له تاسو سره مرسته کوي، اصلي ستونزه وپېژنئ او د حل اغېزناکه لاره پیدا کړئ.
 
۲ ـــ ناسمې عقیدې او باورونه یې تشخیص کړئ
موږ انسانان تر ډېره له دې سره لېوالتیا لرو، چې د خپل ځان تر ټولو بد منتقد واوسو او دا موضوع په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه صدق کوي، خو کله چې نه شي کولای ناشوني معیارونه (او کله وخت غیر منطقي) چې ټاکي یې، پوره کړي، په نفس باندې اعتماد یې له منځه ځي، د وضعیت په اړه د بې لورو او خوش بینانه لیدلورو په وړاندې کولو سره کولای شئ، په چټکه توګه یې افکارو ته بدلون ورکړئ. د بېلګې په توګه: که ماشوم مو تل ووایي، چې په ریاضي کې کمزوری دی او یو بد زده کوونکی دی، هڅه وکړئ هغه ته ووایئ، چې ښه زده کوونکی دی او یوازې اړتیا لري، چې په یوې ځانګړې موضوع باندې لږ څه ډېر وخت مصرف کړي.
 
۳ ـــ له نورو سره یې مه پرتله کوئ
هېڅ څیز له دې څخه بد نه دی، چې واورئ د خپل ورور یا خور په څېر ښه نه یاست. د پرتلنو په له منځه وړلو سره د خپل ماشوم په نفس باندې اعتماد لوړ کړئ او د خور او ورور سیالي تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوئ.
 
۴ ـــ د هغه لپاره خوندي ځای جوړ کړئ
وایي، چې بښنه له کوره پیلېږي، په نفس باندې اعتماد هم همداسې دی. د ډېرو کمو بدلونونو په رامنځته کولو سره کولای شئ، یو خوندي ځای رامنځته کړئ، چې د ماشومانو په نفس باندې اعتماد ته ډېرښت ورکوي او هغه ته ور زده کړئ، چې له نورو انسانانو سره مرسته وکړي، هغه کسان، چې په خپل قلف کې ډېر ژور تللي دي.
 
۵ ـــ د نورو لویانو پر وړاندې یې وستایئ
په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد د پیاوړتیا لپاره بده نه ده، چې د لویانو پر وړاندې یې وستایئ. کله چې له خپل ماشوم څخه ستاینه کوئ، تر ډېره له یوه غوږ څخه یې اوري او له بل څخه یې بهر کوي، په عین حال کې، کله چې کورنۍ یا خپل دوست ته د خپل ماشوم د بریاوو په اړه وایو، نو دا ستاینه تر ډېره په ماشوم باندې ښه لګېږي او مني یې. کله چې په ډېرې عاجزۍ او نرمې لهجې سره په خپل ماشوم باندې ویاړئ، نو دا ثابتوئ، چې دا څیزونه یې په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره نه وایئ، بلکې په دې دلیل وایئ، چې پرې باور لرئ.
 
۶ ـــ له هغه سره بې قید و شرطه مینه وکړئ
په هغه صورت کې، چې په کور کې یو ثابت ملاتړیز سیستم شتون ولري، د ماشومانو لپاره په سختیو باندې غلبه کول ډېر آسانه دي. خپلو کوچینو ماشومانو ته د دې یادونه وکړئ، چې په ښه او بد وخت کې د هغو ترڅنګ یاست او حتا کله چې تېروتنه کوي، نو ورسره مینه به ولرئ.
 
۷ ـــ کله وخت له هغوی څخه مرسته وغواړئ
کله چې ماشومانو ته ډېر مسؤولیتونه سپارئ، حتا یو کوچنی څیز، لکه بهر ته د خځلو وړل، دا د دې ښکارندویي کوي، چې لویان د هغه په وړتیاوو باندې ډاډه دي، دا د دې سبب ګرځي، چې په خپل ځان باندې ډاډمن شي، نو شک مه کوئ، چې د ترسره کوونکو کارونو په لړلیک باندې یې څو نورو کارونه هم ور زیات کړئ (په ځانګړې توګه که ستاسو له اوږو څخه پېټی سپک کړي).
 
۸ ـــ بریاوې یې ولمانځئ
ماشوم مو چې هره بریا ترلاسه کوي، نو وې ستایئ، کله چې ماشوم مو وویني، چې څومره پرې ویاړئ، په خپله هم په خپل ځان باندې ویاړي او د خپل ځان په اړه ښه احساس پیدا کوي.
 
۹ ـــ د هغه لپاره غوره بېلګه واوسئ
باید هغه څه، چې خپله یې سم ګڼئ ترسره کړئ، که خپل ځان احمق ګڼئ یا له ننګوونو څخه لیرې والی اختیاروئ، نو په دې صورت کې ماشومان هم هماغه کار ترسره کوي. دا مسئله یو فرصت په پام کې ونیسئ، چې نه یوازې ماشوم مو په نفس باندې اعتماد ترلاسه کوي، بلکې په خپل نفس باندې اعتماد هم زیاتوئ.
 
۱۰ ـــ د خپلو تېروتنو له امله مه خواشیني کېږئ
اجازه ورکړئ، ماشوم مو وویني، چې ښایي هر څوک تېروتنه وکړي او دا د کار پای نه دی. په نفس باندې اعتماد لرونکي افراد اجازه نه ورکوي، چې ماتې دوی خپلو موخو ته له رسېدو څخه را وګرځوي.
 
۱۱ ـــ په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد پیاوړتیا؛ هغوی د نویو کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ
د دې پرځای خپله ټوله انرژي په هغه څه باندې، چې پکې ښه والی لري، متمرکزه کړئ، د ماشومانو لپاره تنوع رامنځته کړئ. نویو مهارتونو ته لاسرسی د دې سبب ګرځي، چې ماشومان په خپلو وړتیاوو باندې ډاډ ولري، چې کولای شي هره هغه ستونزه، چې لري یې، حل کړي.
 
۱۲ ـــ ماشومانو ته اجازه ورکړئ، چې ماتې وخوري
طبیعي ده، چې وغواړئ له خپلو ماشومانو څخه د ماتې پر وړاندې ساتنه وکړئ، خو ازموینې او تېروتنې د ماشومانو زده کړې دي او هغوی زده کوي، چې ماتې خوړل د هېڅ یوې وېرونکې پېښې سبب نه ګرځي.