خوشاله کسان دا اووه کارونه، نه هېروي

که د خوشاله کسانو برخه نه یاست او خوښېږي مو، چې خوشاله ژوند ولرئ، د خوشاله کسانو له ورځنیو عادتونو سره آشنا شئ او په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلئ.
 
د خوشاله افرادو مهم او همېشني عادتونه
ځینې کسان تل خوشاله تر سترګو کېږي، د هغوی د دې خوشالۍ راز په څه کې دی؟ موږ د خوشاله افرادو ساده عادتونه کشف کړي دي، چې د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کول ستاسو لپاره آسانه دي، هغوی په دې باور دي، چې ورځني سټرسونه، د روغتیا او سلامتیا لپاره ډېر زیان لري. د هارورډ پوهنتون څېړونکي د دې موضوع د ارزونې په حال کې دي، چې آیا شونې ده، چې خوشالي او مثبت افکار، له ډېرې روغتیا سره تړاو ولري؟!
 
زموږ مثبت افکار، زموږ د سلامتیا له ډېرښت سره مستقیمه اړیکه لري، لومړنۍ څېړنې هیله بښونکې دي، څنګه کولای شو، ډېری وخت د خوشالۍ احساس ولرو، په داسې حال کې، چې د ژوند سټرسونه ډېر ستر دي؟
 
د دې لیکنې په دوام ستاسو د خوی او عادت د ثابتولو لپاره څو آسانه لارې شتون لري، نو خپله انرژي زیاته کړئ او ښې پېښې رامنځته کړئ، دا کارونه د خپلو ورځنیو عادتونو برخه وګرځوئ او ښایي خپل ځان له ښو او خوشاله احساساتو سره حس کړئ.
 
د لږ څه ډېرو اوبو څښل
د انسان د بدن شاوخوا ۶۰٪ اوبه دي او مهمې دي، چې باید وې ساتئ، د بدن ډیهایډرېشن له خپل ځان سره منفي اغېزې لري. لکه: په تمرکز کولو کې سټرس او ستونزه، سر خوږی او له بریده زیاته ستړیا.
 
په منظمه توګه د اوبو څښل، د ذهن له خوندیتوب او د انرژي له ډېرښت سره مرسته کوي. که د ورځې په اوږدو کې په هېرې باندې اخته کېږئ او یا په بل عبارت د ځینو موضوعاتو په یاد راوړلو کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږئ، نو په خپل ورځني پروګرام کې له اوبو ډکو ګیلاسونو ته ځای ورکړئ.
 
ښه تغذیه
د غیر غذایي موادو خوړل ښایي وکولای شي تاسو موړ کړي، خو له کالوري څخه تش دي او تاسو د مغذي موادو له جذب څخه محروموي او ښایي تاسو بد خویه او ستومانه کړي.
 
په خپل خوړنیز رژیم باندې ځینې سالم دستورالعملونه ور زیات کړئ، لکه: سمندري خواړه، عضوي سبزیانې، کچالو (چې د مغز د کړنو د ښه کولو سبب ګرځي) یو شتمن خوړنیز رژیم نه یوازې ستاسو خوی او عادت ښه کوي، بلکې کولای شي ستاسو د وینې د قند کچه ښه او انرژي مو متوازنه کړي.
 
ورزش وکړئ
 څه په کور کې ورزش کول وي او څه د ورزش کولو لپاره ورزشي لوبغالي ته تګ وي، دا چارې د اوږد مهال لپاره کولای شي، روحیه مو لوړه کړي، په دې سربېره په نفس باندې د اعتماد له لوړولو سره هم مرسته کوي. بدني فعالیتونه د خوشالۍ او آرامتیا د احساس د ډېرښت سبب ګرځي، چې د خپګان له کمولو سره هم مرسته کوي.
 
یو ورځنی پروګرام وڅارئ
د یو ورځني او هر اړخیز پروګرام په ترسره کولو سره کولای شئ، د ورځې په اوږدو کې خپل لیدونه کنټرول کړئ، سربېره پر دې، هڅه وکړئ په سهار کې څو دقیقې ورځنۍ پروګرام جوړونه ترسره کړئ او خپلې موخې او افکار منظم کړئ، دا کار ستاسو له ذهني تمرکز سره مرسته کوي او د ورځې د دوام لپاره چمتو کېږئ.
 
سترو موخو ته رسېدل وخت ته اړتیا لري، له دې امله باید د ناهیلۍ احساس هغه وخت، چې پایلې ښې نه دي، لیرې کړئ، د اوږدو مهالو پروګرام جوړولو ترڅنګ، ورځنی پروګرام ولرئ، د بېلګې په توګه: که چېرې کومه ورځ مو خپل خوړنیز رژیم او ورزش کول هېر کړل، یو ځل بیا یې پیل کړئ او خپله انرژي د خپل ځان په رټلو باندې بېځایه مه مصرفوئ.
 
د منندویي څرګندول
د منندویۍ یو یاددښت د هغه چا لپاره، چې په تاسو باندې یې یوه مهرباني کړه ده، ولیکئ او له هغه څخه د منندویۍ او ستاینې لپاره په مجلو کې ځینې جملې ولولئ. هره ورځ د ژوند په مثبتو اړخونو باندې د تمرکز کولو لپاره، لږ وخت په پام کې ونیسئ، د منندویئ څرګندول کولای شي، تاسو مثبت او خوشاله وساتي. د هغه څه په اړه چې لرئ یې شکر کوونکی واوسئ او د هغه څه په اړه چې نه یې لرئ او نه شته، اندېښنه مه کوئ.
 
په کافي اندازه ویده شئ
د ورځې په اوږدو کې په ټولو ښېګنو او بد ګړو سربېره، د شپې له مخې خوږ خوب او استراحت ډېر زیات مهم دی، ځکه دا د دې سبب ګرځي، چې مغز په ښه توګه کار وکړي. بې خوبي او د خوب نه شتون نه یوازې تمرکز کول ستونزمنوي، بلکې په تاسو کې د خواشینۍ احساس هم زیاتوي. هڅه وکړئ، چې د شپې له مخې ژر ویده شئ او سهار ژر له خوبه را پاڅېږئ او د ورځې په لړ کې چُرت وهل د مغز د کړنو د ښه والي سبب ګرځي.
 
په تجربو تمرکز وکړئ
خوښي او خوشالي په پیسو باندې نه اخیستل کېږي، خو کولای شو، پرې ښې او خوشاله خاطرې واخلو. په نویو جامو او وسایلو باندې د پیسو د لګولو پرځای، په یو ورځني سفر یا یوه کنسرت ته لاړ شئ او یا په بشپړه توګه یو نوی څیز وازمایئ، دا احساس یوه لنډ مهاله درملنه ده، خو تجربې د هغو لارو یادونه کوي، چې مخکې له هغو سره خوشاله وو او کولای شو یو ځل بیا له هغو څخه ګټه او خوند واخلو.
 
که د خپګان احساس کوئ، کولای شئ خپلو ښو خاطرو ته رجوع وکړئ او هغوی په یاد راوړئ او دغه راز یوه ساده مُسکا کول، کولای شي په لنډ مهال کې ستاسو د خوښي د ډېرښت سبب شي او درسره مرسته وکړي، ترڅو منفي احساسات مو لیرې کړئ.
 
له هغو فرصتونو څخه، چې ترلاسه کوئ یې په ښه توګه ګټه واخلئ، له ناسم وضعیت څخه، مثبت څیزونه پیدا کړئ، چې د خوښۍ سبب مو شي او سټرس و خپګان مو کم کړي. د خپل ژوند د تر ټولو بد حالت په سناریو باندې د تمرکز کولو پرځای، په مثبتو څیزونو تمرکز او مثبت فکر وکړئ.
 
په پای کې له دې ټولو ټکو څخه د هغه وخت لپاره ګټه واخلئ، چې ښه احساس نه لرئ، ترڅو د حالت په ښه کولو کې مو له تاسو سره مرسته وکړي او اغېزناک وي. په بشپړه توګه په لږ تمرین سره کولای شئ، په یوه خوښ انسان باندې بدل شئ او خوشاله ژوند ولرئ.