په دې مهمو دلیلونو، هره ورځ له خپل ځان سره خبرې وکړئ

ځینې خلک له خپل ځان سره خبرې کول لېونتوب ګڼي، خو له خپل ځان سره د خبرو کولو لپاره مهم دلیلونه شتون لري، چې له تاسو د ژوند په ځینو کارونو کې ډېره زیاته مرسته کوي.
 
له خپل ځان سره خبرې کول ځینې ګټې لري، چې باید پرې پوه شئ
له خپل ځان سره خبرې کول، غلطي نه ده، چې د نورو د ناسمو تصوراتو سبب شي، بلکې برعکس یو مثبت کار دی، چې کولای شي ستاسو لپاره ګټې هم ولري، چې د دې لیکنې په دوام به ورباندې رڼا واچول شي.
 
که تاسو هم له یوې مهمې لیدنې کتنې مخکې له خپل ځان سره خبرې کړې وي او خپل ځان ته مو د زړه پیاوړتیا ورکړې وي، نو په سم تګلوري کې مېشت شوی یاست. ځینې کسان د نورو له تصوراتو سره سره، چې دا یو احمقانه کار ګڼي، له خپل ځان سره خبرې کوي او غوره ګڼي، چې ستونزې په دې توګه حل کړي. په زړه پورې ده پوه شئ، څېړنې څرګندوي، چې د ارواه پوهنې له پلوه، له خپل ځان سره خبرې کول، کولای شي، په سټرس زېږونکي او ځورونکي موقعیت کې له انسان سره مرسته وکړي او دغه راز کولای شي د ستونزې د حل کولو لپاره، فرد ته انګېزه او په نفس باندې اعتماد ورکړي.
 
له خپل ځان سره خبرې وکړئ، ترڅو وکولای شئ احساسات مو کنټرول کړئ، چې سټرس را کموي او تاسو آرامه کوي (په هغه وخت کې، چې تاسو له بریده زیات سټرس تجربه کوئ) تاسو باید له خپل ځان سره خبرې کول، لږ څه وازمایئ.
 
له خپل ځان سره د خبرو کولو لپاره درې دلیلونه او ګټې
موږ ښایي ونه شو کولای، چې واقعیت ته بدلون ورکړو، خو زده کوو، چې څنګه خپل ذهن ته بدلون ورکړو او مطالب زېرمه کړو:
له خپل ځان سره د غوره تګلارې پر مټ خبرې وکړئ، ترڅو خپل ځان ته انګېزه ورکړئ او چمتو شئ، په ځانګړې توګه د هغه کار لپاره، چې سټرس رامنځته کوونکی دی، سربېره پردې هڅه وکړئ، چې له هېڅ ځای څخه انګېزه وانخلئ او یوازې له خپل ځان سره په خبرو کولو سره، خپل زړه ته پیاوړتیا ور وبښئ، دا تر ټولو غوره ټاکنه ده. د دې په ویلو سره، چې ته کولای شې دا کار ترسره کړې، ته د دې کار لپاره په بشپړه توګه چمتو یې، خپل ځان ته د زړه ځواک او پیاوړتیا ور وبښئ، ترڅو په خپل کار کې سمه لاره پیدا کړئ.
 
کله وخت د سمې انګېزې ورکولو لپاره، له خپل ځان سره شخړه کوو، له پخوا څخه ډېر په سټرس باندې اخته کېږو، په حقیقت کې کولای شو، چې موږ د خپل ځان تر ټولو ستر دښمن واوسو، له خپل ځان سره په خبرو کولو سره، ټولو هغو څیزونو ته، چې اړتیا لرئ، ترڅو په نفس باندې اعتماد او انګېزه ترلاسه کړئ، خپل ځان ته ورکوئ.
 
که هڅه وکړئ یو ځل خپل ځان ته د زړه ښه ځواک ورکړئ، نو سټرس زېږونکي موقعیتونه کولای شي، ډېر کم اندېښمن تر سترګو شي، له دې ټولو وروسته هېڅوک نه پوهېږي، چې تاسو کومې وړتیاوې لرئ.
 
د احساساتو کنټرول
له بریده زیات سټرس کولای شي، ستاسو د وېرې د احساس سبب شي، له خپل ځان سره په خبرو کولو سره، د دې وړتیا پیدا کوئ، چې څنګه له خپلو احساساتو سره چلند وکړئ او کنټرول یې کړئ او کله چې له بهره ورته وګورئ، هغه پخوانی کس نه یاست.
 
له خپل ځان سره خبرې کول، په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې داسې موقعیت را منځته کړي، چې ګواښونکی تر سترګو شي او هغه په یوه ننګونه بدل کړي، لکه یوه کاري مرکه یا لومړني لیده کاته، چې کولای شي، تاسو د رییس تر پام بد معرفي کړي.
 
کله چې تاسو له خپل ځان سره د خبرو کولو پرمټ، د خپلو احساساتو د کنټرول وړتیا ترلاسه کړئ، په خپلو دندو کې د لا ډېرې آرامتیا او چمتووالي احساس کوئ.
 
دا کولای شي د هر ډول احساساتو لپاره ګټور وي، څه ناهیلي، څه سټرس او څه اندېښنه وي. د احساساتو د کنټرولو لپاره، له خپل ځان سره خبرې کول، په دې مانا دي، چې تاسو کولای شئ، له بریده زیات احساسات را کم او کنټرول کړئ.
 
د ارواه پوهنې دوران
له سټرس زېږونکو شرایطو څخه د خپل ځان ایستل، تر بل هر څه تاسو ډېر زیات هوسا او آرامه کوي، خو که نه شئ کولای فزیکي حرکت وکړئ، په دې صورت کې له خپل ځان سره خبرې کول، ستاسو مرستې ته را دانګي، کله چې له خپل ځان سره خبرې کوئ، د شخص له دویمې او درېیمې ژبې څخه ګټه واخلئ، تاسو د ارواه پوهنې له پلوه، د نورو په څېر له موقعیت څخه خپل ځان ته واټن مستند کړئ، دا تخنیک له تاسو سره مرسته کوي، چې خپل زیات سټرس کنټرول کړئ او خپل ذهن ته دا اجازه ورکوئ، چې د خپل بل ګام لپاره، په واضحه او منطقي توګه تصمیم ونیسئ، د ستونزو حل کول کولای شي، دویمه ځانګړتیا یې وي، کله چې تاسو له خپل ځان سره خبرې کوئ؛ هماغسې واوسئ، لکه له یو بل کس سره، چې خبرې کوئ، له دې ټولو وروسته، څوک، چې په موږ کې دا ډول وړتیا را منځته کړي، له موږ څخه ارزښتمن دی.
 
له خپل ځان سره د خبرو کولو په اړه ځینې ټکي
که تاسو په ستونزو کې خپل ځان بې وسه مومئ، له خپل ځان سره په لوړ غږ خبرې وکړئ، چې له تاسو سره ځواب ته په رسېدو کې مرسته کوي، له دې څخه غوره او چټکه لاره ده، چې کېنئ د معلوماتو او ستونزو ته د حل لارو لپاره، خپل مغز ته تکلیف ورکړئ، تاسو باید دغه راز د خپل سټرس او احساساتو څنګه مدیریت کولو ته پام وکړئ، له دې ډېر چې له خپل ځان سره خبرې وکړئ، ډېر پیاوړي کېږئ، چې خپل ځان ته انګېزه ورکړئ او په سټرس کې آرام واوسئ، له دې امله څوک اهمیت ورکوي، که تاسو احمق واوسئ؟ تاسو هغه څوک یاست، چې خپل ځان په هر ډول شرایطو کې، په غوره توګه چمتو کوي.