څنګه یو فعال او بریالی سټراټیژیک کارمند واوسو؟

په خپل کار کې د بریا لپاره، باید په یوه فعال او سټراټیژیک کارمند باندې بدل شئ، فعال کارمندان تل بریالي وي او په خپل کار کې تر ټولو غوره دي.
 
ډېری مدیران او با استعداده کسان موږ ته وایي، غوره ده، چې له خپلو استعدادونو څخه لوړ عمل وکړو، ترڅو وکولای شو، په هغه دنده کې، چې لرو یې ښه وځلېږو، په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې د سټراټیژیکو او فعالو کارمندانو د بریا په راز باندې رڼا واچوو، ترڅو تاسو هم ترې ګټه واخلئ.
 
دې ټکي ته پام وکړئ، چې د سازمان موخه چېرته ده
فعال افراد په دې باندې پوهېږي، چې د سازمان اصلي موخه یې څه ده، هغوی پوهېږي، چې څنګه په سوداګرۍ کې د بریا لپاره خپل ځان چمتو کړي او بدلونونه رامنځته کړي، له دې امله په کار ځای کې له خپلې سټراټیژۍ څخه یو روښانه انځور لري، نو باید دې ټکي ته پام وکړئ، چې سازمان کوم ځای ته د تللو په حال کې دی او کومه موخه څاري، ترڅو له هغو موخو سره خپل ځان ته سمون ورکړئ.
 
خپل کمزوري او پیاوړي ټکي وارزوئ
هر کله مو چې وغوښتل فعال واوسئ، نو باید هڅه وکړئ، چې خپلې وړتیاوې، کمزوري ټکي او محدودیتونه وپېژنئ او بشپړ یې کړئ. باید خپل ځان ته له بېلابېلو زاویو څخه وګورئ او وروسته د نویو پروژو په ترسره کولو باندې لاس پورې کړئ، نو هڅه وکړئ، چې په کاري برخه کې د ځان پېژندنې یو تګلوری ولرئ.
 
سمه موخه وټاکئ
د یوې سټراټیژیکې موخې ټاکل او دا چې څنګه د هغې په لور حرکت وکړئ، ډېره زیاته مهمه چاره ده. په راتلونکې کې خپلو موخو ته پام وکړئ او هڅه وکړئ، چې دوه موارد په پام کې ولرئ:
ـــ هغه ستره آیډیا، چې ستاسو په ذهن کې ده، باید د سودا ګریزو پروګرامونو د بشپړتیا او ارزښتمندۍ سبب شي، له دې پرته له ستونزو سره مخ کېږئ.
ـــ دغه راز باید هغه موخه او کار وڅارئ، چې په اړه یې انګېزه لرئ.
 
پروګرام جوړ کړئ
هرومرو د هغه کار لپاره، چې پیل کړی مو دی، پروګرام جوړ کړئ، په خپل ځان باندې فشار مه راولئ او د دې لپاره، چې غوره او بشپړ واوسئ، باید په پروګرام جوړونې سره پرمخ لاړ شئ او پړاوونه مو مشخص کړئ، ترڅو وکولای شئ ستر کارونه ترسره کړئ، له دې پرته، د پروګرام جوړونې په نه شتون کې سردرګمه کېږئ.
 
له کوم څه څخه مه وېرېږئ
د دې لپاره، چې د خپلې بریا تګلوری ووهئ، نباید له کوم څه څخه ووېرېږئ، باید هڅه وکړئ، چې خپل ځان ته له شرایطو سره سمون ورکړئ. انرژي مو په هغو کارونو باندې ولګوئ، له کومو څخه چې خوند اخلئ او کولای شئ په لنډ شوني وخت او تر ټولو غوره حالت کې یې ترسره کړئ. په بشپړه توګه په پروګرام جوړونې سره، وېره مو کمېږي، ځکه د خپل کار په پړاوونو باندې پوهېږئ.