د فبروري یوویشتمه 

مورنۍ ژبه هغه ژبې ته ویل کېږي چې یو  ماشوم  یې له کوچنیوالي څخه  له خپلې مور، پلار او  یا له خپلو   نږدې وګړو  څخه زده کړې وي. یا په بل عبارت  هر ماشوم   چې د لومړي ځل  لپاره په کومې ژبې خبرې اترې وکړې  همغه ژبې ته مورنۍ ژبه ویل کېږي. 

د مورنۍ ژبې  ګټه داده چې کوچنی کولای شي  په ډېرې  اسانۍ  سره  خپل عواطف او احساسات تر نورو ورسوي. زده کړه ورته  پرې  اسانه ده او  پرته له کومې ستونزې کولای شي د ژورو   معلوماتو  مفاهیمو ته په ډېرې اسانۍ سره  ننوځي او درک  یې کړي.

مورنۍ ژبه  یوازې د وګړي لپاره نه  بلکې د یو ملت  لپاره هم ګټوره ده ځکه  ډېر  فرهنګي میراثونه موږ هغه   وخت  د زمانې له تاړاکونو ساتلی او یا  پېژندلی شو چې اصلي ژبه  یې ژوندۍ وي او موږ  یې په مرسته د  هغه ملت  په اړه هر اړخیزه مطالعه وکولای شو  او یا  شته  معلومات  یې  لوستلی  وشو.

د لومړي ځل لپاره یونسکو د  ۱۹۹۹ م  کال  د  نوامبر  په  اوولسمې نیټې د فبروري  یوویشتمه د مورنۍ ژبې  د  نړېوالې  ورځ په نوم ونوموله  او له  ۲۰۰۰ کال څخه را پدېخوا دا ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مختلفو  بڼو لمانځل کېږي. 

 په نړۍ کې یوه ورځ ځکه د (د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځ) په نوم ونومول شوه چې خلک د خپلې مورنۍ ژبې په ارزښت وپوهېږي، په اړه  یې  ډېرې څېړنې وکړي او  په دې بڼه  یې پېړۍ پېړۍ ژوندۍ وساتي. د نړېوالو  له آنده دا  لاره د  ژبو د  ژوندۍ  ساتلو لپاره یوه غوره لاره وه او دا ګام  یې تر ټولو بهتره ګڼه.

بله موخه  یې دا وه  که چېرې یوه ځانګړې  ورځ د ژبو  لپاره   ځانګړې شي نو خلکو سره به  د هغو  لمانځلو لپاره  یوه انګیزه  شتون ولري او په اړه  به یې نوې څېړنې وکړي او ددې ورځ په مرسته  به هغه کسان د مورنۍ ژبې  ارزښت ته متوجې شي کومو چې خپله  ژبه  هېره کړې او په بله ژبې خبرې کول ورته  غوره او عصري ښکاري.

مورنۍ  ژبې  سره  یوازې  په خوله مینه نه کېږي باید  په عمل کې یې ثابته کړې چې  څومره دې ژبه درته ارزښت لري،څومره ورسره مینه  لرې او تر کومې کچې کولای شې  د پرمختګ  او  بډایتوب لپاره  یې  هلي ځلې وکړې.

  د پرمختللو  ژبو  یو  بنسټیز  لامل دادی  چې هلته د  ژبې د پرمختګ  لپاره د  هغې ټولنې هر  قشر مټې بډوهلي. ډاکټر د  طبابت  په  برخه کې  نوي معلومات تر ځپلو  خلکورارسولي. انجینیر   په خپل مسلک کې  خپلې نوې طرحې  او پلانونه له  نورو  سره  شریکې کړي .ساینسپوه خپلې نوې څېړنې  په  لیکنیزه او  عملي بڼه تر نورو رارسوي، عکاس  د خپل عکاسۍ  مهارتونه  بیانوي او  په همدې بڼه هره ډله هڅه کوي  خپلې نوې طرحې، پلانونونه، وړاندیزونه او نیوکې  تر نورو  راورسوي. کېدای شي  همدا  لامل  وي   چې پرمختللې ژبې له هره اړخه  بډایه وي او  په  هره  برخه  کې یې   په پراخه توګه څېړنې شوي  او  له معلوماتو  مالامال دي. 

  خو له بده مرغه  زموږ  په هېواد کې ژبه  یواځې ادیبانو  پورې محدوده  شوې.
ژبې ته  باید  یوازې ادیبان کار، څېړنې او  پنځونې  وکړي او تر نورو یې ورسوي. چېرته  چې ژبه  یادېږي  نو د ادیب  نوم هم ورسره  یادېږي. کله مو دا  فکر کړی چې دا ژبه  ستاسو هم ده یو څه  باید ورته ورکړئ؟

 په نورو هېوادونو  په  دې ورځ د   مختلفو   قشرونو   هغه  څېړنې او  نوې پنځونې چې د خپلې ژبې په اړه یې   کړې وي  له وګړو  سره  شریک کېږي او په اړه یې بېلابېل کنفرانسونه او سمینارونه دایرېږي تر څو دا نوي معلومات  له مختلفو  لارو له ټولنې سره  شریک  شي  او  خلک یې په تاریخ تیر شویو موادو  بیاځلي شخوند ونه وهي. په دې بڼه کال په کال نوې څېړنې کېږي او نوي معلومات ترلاسه کېږي، ژبه  یې وده   کوي او  پېړۍ پېړۍ  په نړۍ د یوې ژوندۍ ژبې په حیث حکمراني کوي.

خو زموږ اکثره وګړي هر کال دا ورځ په مېډیا کې دا یو  پوسټ په کولو  لمانځي ته وایې په پوسټونو به ستاسې رښتیني احساسات څرکند شي؟

ایا ژبې ته به ستاسې د رښتینې مینې ثبوت وي؟ یا ایا ستاسې صداقت او رښتینولت ثابتولی شي چې څومره خپلې ژبې ته ژمن  یاست؟

 یوازې ووایو که عملي یې هم کړو  چې ژبې ته  باید، باید، باید کار وکړو.