بریالی ژوند 

بریالی ژوند کوم ژوند دی؟
ژوند  هغه  منظمه لړۍ ده چې د پیدایښت نه پیلېږي او په مړینې پای ته رسېږي. موږ تل په دې هڅه کې یو چې د بریالیو کسانو د بریا رازونه ولولو خو هیڅکله دې ته لېواله نه یو چې خپله هم  یو بریالی او سوکاله ژوند ولرو.  دا کار  ډیر علتونه لري یو خو دادی چې موږ ته تل  تیوریکي زده کړه راکړل شوې،  ټول ژوند مو په تیوریانو ولاړ دی. د مکتب نه نیولی تر نورو تحصیلي مراکزو ژوند،بریا،مینه، مرسته،همکاري او داسې نور یوازې د کتابونو په پاڼو کې خوندي دي  او  زده کوونکو و زدکړیانو ته یوازې له مخې  لوستل شوي   موږ ته  ټولو ویلي چی ښه  او بریالی ژوند ولرئ خو  هیڅکله هم  چا   راته دا   نه دي ښودلي  چې له کومو  لارو چارو کولای شو چې یو  ښه او بریالی ژوند  ولرو  که د  ژوند د  بریا  ستر راز همدا زده کړه وي  نو  کومه زده کړه موږ بریا ته  رسوي  او یا  موږ څرنګه دا  لاسته راغلې زده کړه  په کار واچوو تر څو بریالي شو.
د بریالي ژوند رازونه که تاسې هر چېرته ولولئ یا یې وګورئ نو خامخا  دا څو ټکي په خپل ځان کې رانغاړي:
زده کړې
منظم کاري  پلان لرل
د خپل وخت څخه سمه ګټه اخیستل
هر اړخیزه مطالعه

د پوهانو عالمانو او ښو خلکو سره ناسته ولاړه او د هغو له نظریاتو څخه ګټه اخیستنه او داسې نور. دا خبری په ټولو کتابونو کې شته خو هیچا په  دی اړه وضاحت نه دی ورکړی چی کوم ډول زده کړه،کوم ډول مطالعه، څنګه منظم پلان ولرو یا د  منظم پلان تعریف څه دی، پوه چاته ویل کیږي او موږ یې له کومو نظریاتو څخه برخمن کېدلی شو.

او یا د بریالیو کسانو د ژوند داستانونه خپلو زده کوونکو یا محصلینو ته وایو بیا په پای کی ورته دا خبره زیاتوو چی که تاسی هم غواړئ داسې یو کس ووسئ نو د همدې لاره وټاکئ. زماپه اند دا خبره  غلطه نه ده چې یو څوک دې ځان ته یو الګو وټاکي بیا دې همغه ځانګړنې په خپل ځان کې پیدا کړي خو دلته یوه خبره  د غور وړ ده او هغه داده چې شرایط فرق کوي شاید هغه کس چی په همغه زمانه کې یې  ژوند کولو همداسی یو پلان د هغه د  بریالیتوب لامل شو خو دا په دې معنا نه ده چې تا به هم، کټ مټ همغه پلان بریا ته رسوي  ځکه هغه د ستا د زمانې وګړی نه دی او نه ته هغه څوک یې  چې د هغه هم عصره ووسې.

بریالي ژوند نه باید د اینځر ګل جوړ نشي چی هیڅوک یی ترلاسه کولی نشي او نه دې داسې یوه مفکوره ولیږدول شي چې بریالی انسان افلاطون دی او ته چې ځان نه افلاطون جوړ نکړی ته بریالی  انسان نشی کیدلی او ښه ژوند نشې لرلی حتی ځیني خو داسې ګمان کوي چې بریالی ژوند زموږ  ددې ژوند نه بیخي بېل ژوند دی خو داسې نه ده. که ځیر شو هر انسان ځانته ځانګړی ژوند لري که چېرې د انسان موخه د بریالي ژوند څخه دا وي چی د نوموړي/نوموړې په ژوند کې دې هیڅ ډول ستونزې، غمونه او کړاوونه نه وي نو  دا خو امکان نلري  ځکه  ژوند د همدې توکیو  ټولګه ده.

د بریالي ژوند څخه  به هر څوک  بېل بېل برداشتونه لري خو زه وایم  بریالی انسان  او بریالی ژوند هغه دی  چی هر انسان په کی ځان  راحته  احساس کړي د شته و  نعمتونو  څخه ګټه واخلي  شکر یې پر ځای کړي، د شته و نیمګړتیاو او ستونزو  په مقابل کې له زغم څخه  کار واخلي،  قناعت ولري، صبور وي او د زړه له تله په الله ج توکل ولري.
څومره  چی یو   انسان وکولی شول چې د  خپل ژوند شته ستونزې او نیمګړتیاوې محار کړي  همغه بریالی انسان او د بریالي ژوند درلودونکی دی.

هر انسان د خپل ژوند  په ستونزو پوهېږي کولای شي د له منځه  وړلو  لپاره یی خپله د خپل ذهن وړتیا او استعداد په اساس یو ځانګړی پلان ترتیب او د یوې  ځانګړې نقشې له مخې یې  عملي کړي.

د بریالیو خلکو د زرګونوکتابونو لوستل به تاسی ته د خپل ژوند د ښه کولو یوه داسې انګیزه درکړي چې تاسې یې په مرسته وکولای شئ  د خپل ژوند د ښه کولو لپاره د خپل ژوند د شرایطو سره سم یوه نقشه جوړه کړئ او یا د خپل ژوند د بریا لپاره لاس په کار شئ بس.