نهه کيلو متره ژور؛ چين کې د تيلو ترټولو ژور څاه 

د PetroChina په نوم د چين د تيلو او ګاز د استخراج يو شرکت وايي، چې ۹۰۲۶متره په ژوروالي سره يې اسيا لويه وچه کې  د تيلو د ترټولو ژور څاه رېکارډ خپل کړی  دی. 
 
د ياد شرکت مسوولين وايي چې د دغه څاه د کېندلو پر مهال له ګڼو خنډونو سره مخ شوي دي. په دومره ژوروالي کې ډېر لوړ حرارت او تودخه او همدا ډول بېلا - بېلو پوړيو کې د سلفر شتون يې چارې ځنډولې. 
 
ددغه څاه په کېندلو کې له لوړې او پرمختللې ټېکنالوژۍ ګټه اخېستل شوې ده. د نېږدې نهه زره متره په اوږدوالي د کېندنې وسايل په عام ډول شتون نه لري خو چين په ځانګړې بڼه ورته جوړ شوي دي.