د رېښتر په کچه ترټولو قوي زلزله چيلي هېواد کې شوې وه. دغه زلزله چې درجه يې ۹.۵ رېښتر وه، په ۱۹۶۰ کال کې چيلي هېواد کې وه، چې څو ښارونه يې بشپړ ويجاړ او لسګونه زره کسان يې ووژل.
د ترکيې او سوريې وروسته زلزله چې د ملګرو ملتونو د راپور اړوند په کې ۴۴زره کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي، درجه يې ۷.۸ رېښتر وه. دغه زلزلې ګڼې شمېر ودانۍ پر ځمکه کېنولې دي.
ځمکه پېژندونکي وړاندوينه او محاسبه کوي، چې که چېرې د رېښتر په کچه له لس درجې پورته زلزله وشي، نو شونې ده، چې د يو هېواد او ښار ټولې ودانۍ په بشپړه ډول سره ځمکې سره برابرې او د وګړو نېږدې ۸۰ سلنه ژوند به واخلي.
وروستي