د هوښیارو کسانو درې ځانګړنې چې هیچا ته یې نه وایي

مخکې تر دې، چې خپل ځان هوښیار وګڼئ، له دې درې ځانګړتیاوو سره آشنا شئ، ترڅو وګورئ، چې تاسو هم دا ځانګړتیاوې لرئ او که نه.
 
که د «هوښیار» کلیمه وپلټئ، له ګڼو تعریفونو او مترادفونو سره مخامخ کېږئ. مخکې تر دې، چې خپل ځان باندې د هوښیار ټاپه ووهئ، له دې درې ځانګړنو سره آشنا شئ، ترڅو ووینئ، چې تاسو هم دا درې ځانګړتیاوې لرئ او که نه.
 
۱ ـــ د نورو درک کول
هوښیارو افرادو زده کړي دي، چې په پیل کې د نورو درک کول، د خپل ځان له درک کولو سره تړاو لري، په دې کې ستاسو احساسات، فرضیې، اړتیاوې او غوره والی شاملېږي. تاسو هغه وخت کولای شئ، چې نور درک کړئ، چې خپل احساسات، اړتیاوې او ..... درک کړئ او وې پېژنئ.
 
په دې سرچینو باندې په دقیقه توګه پوهېدل او پېژندل یې، له تاسو سره مرسته کوي، له تکراري تېروتنو او دوکه کېدلو څخه مخنیوی وکړئ، دا پوهه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د نورو اندېښنې، وېرې، خپګانونه او دغه راز لېوالتیاوې او غوښتنې یې درک کړئ او له هغوی څخه مننه وکړئ.
 
۲ ـــ د چارو په اړه سم قضاوت کول
د خپل ځان او نورو درک کول، پوهه او معلومات مو ډېروي. کشف، متفکرانه لید لوری، پایله اخیستنه او سم قضاوتونه، د هوښیارو کسانو ځانګړتیا ده، چې د ژوند په اړه سم درک لري.
 
۳ ـــ تخصصی پوهه، د کتاب او نورو مواردو زده کړه
ښوونه او له ډېرو زده کړو سره لېوالتیا د لوړې هوښیارۍ په خاطر ده. هوښیار افراد هېڅکله له زده کړو څخه نه ستړي کېږي، تاسو باید پوه شئ او زده کړې وکړئ، سلیم عقل د ودې په لټه کې دی. پوهنتون ته تګ د لوړې هوښیارۍ دلیل نه شي کېدای، لوړه هوښیاري یانې له زده کړو سره لېوالتیا، حتا په زړښت کې، یوازې د سند اخیستلو لپاره نه.