شنونکي: ناټو  له مسافر وړنکو الوتکو پوځي کار اخلي 

پوځي او استخباراتي شنونکي وايي، چې د ناټو غړي هېوادونه خپلو مسافر وړنکو الوتکو کې داسې غښتلې کمرې او وسايل لري، چې موخه يې نورو هېوادونو کې مالومات موندل دي. 

دغه سترې مسافر وړنکې الوتکې يوازې هغه خاصو هېوادونو ته الوتنې کوي، چې ناټو په کې سياسي  او پوځي موخې لري او له دې لارې په اسانۍ سره مالومات ټولولی شي. 

ناټو چې امريکا سره سټراتېژيکې اړيکې لري، په ګډه له هرې شونې لارې هڅې کوي، چې نړۍ کې د ټولو هېوادونو پر سر کنټرول ولري او له بېلا - بېلو لارې دغه موخو ته ځان رسوي.