
د ناټو چارواکي وايي چې د اوکراين او روسيې د جګړې لومړۍ کليزې سره به روسيې پر اوکراين هوايي بريدونه زيات کړي او داسې ښکاري چې روسۍ الوتکې د ناټو غړو هېوادونو پولو ته رسېدلي دي.
دوی وړانديز کړی دی، چې د اروپايي هېوادونو د خونديتوب پار، بايد اوکراين ته غښتلی د هوايي دفاع سېستم ورکړل شي ترڅو د روسيې د هوايي بريدونه مخنېوي پرې وکړي.
روسيې د تېر ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکراين بريد وکړ، چې نهه ورځې وروسته له دغه جګړې يو کال تېريږي، خو جګړه لا دوام لري.