پنځلس ورځني تمرینونه، چې ژوند مو آسانه کوي

تاسو کولای شئ، چې په خپل شخصي ژوند کې ډېرو څیزونو ته بدلون ورکړئ، ترڅو ګډوډي ټیټې کچې ته را ورسېږي او د ورځني ژوند اړیکې مو ښې شي.
 
موږ داسې یو لړلیک چمتو کړی دی، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په ژوند کې د ستر بدلون په لور کوچنی ګام پورته کړئ. د پیل کولو لپاره، لاندې کارونه وازمویئ او لږ تر لږه د دوو اوونیو لپاره دوام ورکړئ، له دې مودې وروسته، په خپل ژوند باندې یې اغېزه وارزوئ.
 
د سهار په لومړیو کې سخت کار ترسره کړئ
د سهار په پیل کې تر ټولو سخت او ستونزمن کار ترسره کړئ. که لیک نا غوښتل شوی دی، هغه لیرې مه غورځوئ، که بیل دی، نو پیسې یې ورکړئ، د کارونو ځنډول کولای شي، د ورځې په اوږدو کې په تاسو باندې ډېر زیات فشار راولي.
 
له خپل ځانه پوښتنې وکړئ
دا پام کولو ته ورته نه دی، بلکې یو آرام ذهني حالت دی. په ژوند کې له چا سره تعامل لرئ او له چا سره مو مرسته وکړه یا چاته مو زیان رسولی دی، له خپل ځانه پوښتنه وکړئ، چې کار مو څنګه مدیریت کړی دی؟
 
یو منظم سهارنی پروګرام
تر ټولو مهم څیز، چې باید د ورځې په اوږدو کې یې په پام کې ونیسئ، دا دی، چې باید ورځ په ښه توګه پیل کړئ، ترڅو وکولای شئ، د ټولې ورځې لپاره چمتو واوسئ.
 
له خوب مخکې روټین
د سهار په څېر، له خوب څخه مخکې یوه ښه تګلاره، ستاسو د بدن او ذهن له آرامتیا سره مرسته کوي.
 
کوټه مو ښکلې کړئ
له سټرس ډکو دورانونو کې، په هوسا توګه ویده کېدل او استراحت کول، آسانه کار نه دی. کله وخت د صحنې بدلون ته اړتیا لرئ، خو نه شئ کولای، چې په رخصتۍ لاړ شئ، له دې امله، د خپل خوب کوټې ډیکوریشن ته بدلون ورکړئ.
 
په ماسپښین کې فعال شئ
ډېری کسان د غرمنۍ له خوړلو وروسته، سست او لټېږي؛ له ورځې څخه د خوند اخیستلو لپاره، د ماسپښین فعالیتونه اهمیت لري، له خوځونکو څخه لیرې والی اختیار کړئ او غوره ده، یو ښه څښاک لکه شین چای یا یو ګیلاس یخې اوبه وڅښئ.
 
خواړه چمتو کړئ
له فسټ فوډونو لیرې شئ او غورده، چې په خپله خواړه چمتو کړئ.
 
هېڅکله د خپل مېز تر شا خواړه مه خورئ
د مېز تر شا کېناستل او د غرمنۍ خوړل، یو ښه عادت نه دی.
 
هره ورځ One TED Talk ننداره کړئ
وخت په پام کې نیول او د TED لنډو ویناوو ته غوږ نیول، یو انګېزه بښونکی عادت دی، په دې ټولګه کې الهام بښونکې کیسې او غوره آیډیاوې شتون لري.
 
یو غږیز فایل ته غوږ ونیسئ
غږیزو فایلونو ته غوږ نیول، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو د نویو څیزونو د زده کولو پرمهال، آرام شئ.
 
کوچني کارونه پرېږدئ
د هغو کارونو لېست، چې باید ترسره شي، هېڅکله نه بشپړېږي، که وکولای شئ په ورځ کې پنځلس دقیقې د کوچنیو کارونو د لیرې کولو لپاره ځانګړی کړئ، نو دې ته به مو پام شي، چې د کارونو لړ لیک مو کمېږي او د سټرس کچه مو را ټیټېږي.
 
په خپلو موخو باندې مرور وکړئ
هره ورځ د څو دقیقو لپاره خپلو موخو ته وګورئ.
 
خپله کاري فضا پاکه کړئ 
څه د کاري مېز تر شا، څه د خوب په کوټه کې، څه پخلنځی یا موټر کې، هڅه وکړئ، چې کاري فضا مو پاکه او منظمه وي.
 
طبیعت ته لاړ شئ
بهر لاړ شئ، ترڅو په خپل مخ باندې د لمر وړانګې حس کړئ.