له خپل ماشوم سره هېڅکله دا ډول چلند مه کوئ

مسؤولیت منونکي والدین چمتو دي، چې هر کار ترسره کړي، ترڅو د خپلو ماشومانو لپاره یو خوشاله ژوند جوړ کړي؛ خو هغوی کله وخت ځینې چلندونه ناسم ترسره کوي، چې ماشوم ته یې له ځانه سره زیانونه لري.
 
ماشومان د زېږون له مهاله تل د خپلو والدینو د چلندونو د تجزیې او تحلیل په حال کې دي، له دې امله هر ناسم چلند ښایي د هغوی د ذهن تګلوری بېلارې کړي او د هغوی راتلونکې تر اغېزې لاندې راولي.
 
له هغه ځایه، چې د هر فرد راتلونکې د ماشومتوب له دوران څخه اغېزمنه ده، نو غورده، چې له ماشومانو سره په خپلو کړنو او خبرو باندې ډېر پام وکړو. موږ د دې لیکنې په دوام د والدینو په ځینو ناسمو چلندونو او د ماشومانو په راتلونکي ژوند باندې د هغو په منفي اغېزو باندې له تاسو سره خبرې کوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
ماشومانو ته د احساساتو نه څرګندول
ماشومان د خپل شاوخوا چاپېریال او افرادو له پېژندلو وروسته، مور او پلار د خپل ژوند تر ټولو مهم افراد ګڼي؛ په دې حالت کې، که چېرې کوم ماشوم له خپل مور او پلار څخه کافي مینه او لېوالتیا ترلاسه نه کړي، څه پېښېږي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې د خپل ځان درناوی یې تر پوښتنې لاندې راځي؛ داسې چې نور خپله یې هم خپل ځان نه خوښېږي. د فکر دا بڼه کولای شي، په راتلونکې کې خپل ظاهر ته په لید باندې یې هم اغېزه وکړي، له دې امله تل په خپل جسم او څېره باندې نیوکه کوي او تصمیم نیسي، ترڅو په خپل ځان کې د بدلون راوستلو لپاره، ډېر زیات جراحي عملیاتونه ترسره کړي.
 
ځینې نور د خپل چلند د اصلاح کولو پرځای، تل د ماشومانو چلند د ذره بین لاندې ارزوي، هغوی هڅه کوي، چې خپلې ټولې عاطفي نیمګړتیاوې په خپلو ماشومانو باندې جبران کړي. په همدې دلیل هغوی تر کنټرول لاندې راولي، آیا واقعاً د هر فرد خوښېږي، چې تل تر کنټرول لاندې وي؟ نو غورده، چې خپل رښتیني احساسات له خپلو ماشومانو سره شریک کړو.
 
د والدینو له خوا د هر څه کنټرولول
میندې او پلرونه کله وخت دا هېروي، چې اولاد یې ستر شوی دی او کولای شي په خپله د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي. که تاسو تل وغواړئ، اولاد مو کنټرول کړئ، هغوی له احساسي پلوه نه سترېږي او په راتلونکې کې نه شي کولای، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره په ښه توګه اړیکه ونیسي، په حقیقت کې نه شي کولای یوه سالمه عاطفي اړیکه ولري، ځکه په یوازې توګه تصمیم نه شي نیولای او یوازې د خپل ځان په اړه فکر کوي، همدا موضوع د دې سبب ګرځي، چې هغوی تل له نورو سره د نظر اختلاف ولري.
 
له ماشومانو څخه د تصمیم نیونې د ځواک اخیستل
کله چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو لپاره تصمیم نیسي، په حقیقت کې له هغوی څخه د خپلواک اوسېدو واک اخلي. هر ماشوم باید وکولای شي، په خپله د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي، البته دا په دې مانا نه ده، چې مور او پلار دې پکې هېڅ نه ښکېل کېږي، بلکې باید له لیرې څخه اړینه څارنه او ملاتړ ولرئ.
 
که ماشومان د تصمیم نیونې ځواک ونه لري، په یوازې توګه نه شي کولای، چې خپلې ستونزې حل کړي، په دې شرایطو کې، هغوی حتا په ستروالي کې هم د تصمیم نیونې لپاره، د بل کس تائید ته اړتیا لري، د وخت په تېرېدو سره هغوی نه شي کولای، په نړۍ کې خپل اصلي مقام پیدا کړي، ځکه هېڅکله نه پوهېږي، چې له ژونده څه غواړي.
 
د هغوی پر وړاندې هېڅکله شخړه مه کوئ
هغه ماشومان، چې تل د خپلو والدینو د شخړې او لانجې شاهدان دي، په ستروالي کې له خپل ځان څخه دوه ډوله چلندونه څرګندوي: یا دا چې له بحث کولو څخه بېزاره دي او په شدیده توګه ترې لیرې کېږي او یا دا چې تل غواړي نورو ته زیان ورسوي، په داسې شرایطو کې نجونې هڅه کوي، نارینه و ته ښکاره کړي، چې له هغوی څخه ځواکمنې دي او هلکان هم د خپل پلار له چلند څخه بېلګه اخلي.
 
له ماشومانو څخه د غیر منطقي غوښتنو پایلې
له هغه ځایه، چې ماشومان په خپل پلار او مور باندې باور لري، خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو د هغوی غوښتنه رد نه کړي، خو که په دې لاره کې له ماتې سره مخ شي، خپل ځان رټي او دې باور ته رسېږي، چې د هغوی د مینې وړتیا نه لري.
 
له داسې والدینو سره ژوند کول ستونزمن دي؛ ځکه اولادونه تل باید د هغوی د غیر واقعي تمو د پوره کولو په لټه کې وي، په حقیقت کې هغوی تل غواړي، د بریا په تګلوري کې مخکښ وي او که چېرې ماتې هم وخوري، نو خپه او زړه تورن کېږي. دا ډول چلند په پیل کې مور او پلار او له هغې وروسته اولادونو ته زیان رسوي او له ژوند څخه د هغوی د خوند اخیستلو مخه نیسي.
 
اولادونو په ځانګړې توګه لور ګانو ته د پلار نه پام کول
توپیر نه کوي، چې ماشوم مو هلک وي او که نجلۍ، د کورنۍ د یوه مهم او اصلي غړي په توګه ستاسو نه پاملرنه، په ستروالي کې د هغه په شخصیت باندې منفي اغېزه ښندي، د ماشوم زړورتیا او شخصي وده، تر ډېره بریده په یوه ښه پلار پورې تړاو لري، په دې شرایطو کې که ستاسو ماشوم د خپل پلار له خوا اړینه پاملرنه ترلاسه نه کړي، څه پېښېږي؟
 
هلکان معمولاً د خپل پلار له چلندونو څخه تقلید کوي او نجونې هم د یوې رومانټیکې اړیکې په ټینګښت کې له ستونزې سره مخ کېږي، موضوع په دې ځای کې مانا پیدا کوي، چې نجونې معمولاً هغه نارینه ټاکي، چې په بشپړه توګه پلار ته یې ورته وي؛ له دې امله طبیعي ده، چې په دې شرایطو کې سردرګمه کېږي او یا د ټولو نارینه و په اړه بدبیني پیدا کوي.
 
د ماشومانو د احساساتو ځپل
کله وخت والدین، خپل ماشومان د ځینو چلندونو په خاطر، چې له خپل ځان څخه یې ښکاره کوي، رټي. په پیل کې باید پوه شئ، چې یو فرد هر څومره زیات خپل احساسات کنټرول کړي، منزوي او ګوښه ناستی کېږي، دا ډول کسان په ستروالي کې نه شي کولای، په ډېرې آسانۍ له نورو سره خپل احساسات شریک کړي او د غوسې پرمهال په ناڅاپي توګه دومره زیات غوسه کېږي، چې خپله غوسه نه شي کنټرولولی، نو غوره ده، چې په خپل چلند سره، داسې شرایط رامنځته کړو، ترڅو ماشومان په ډېرې آسانۍ سره وکولای شي، خپل احساسات څرګند کړي.