برېښنا توليدونکی ديوال؛ هم بڼ ساتي او هم ورته برېښنا ورکوي 

جاپان کې يوې کمپنۍ د بڼو (باغونو) د ساتنې لپاره داسې ديوالونه ډیزاين کړي دي، چې له يوې خوا باغونه د ماشومانو او حيواناتو له ورتګ ساتل کېږي او له بلې خوا برېښنا توليدوي. 

دغه ديوالونه له لمريزو دړو (تختو) په عمودي ډول جوړ شوي دي، چې د بڼ د اوبو کولو لپاره پوره برق توليدوي او بزګر اړتيا نه لري، چې د تيلو په استفادې اوبه راپورته کړي. 

دغه باغونو کې هغه ډول ميوې کرل کېږي، چې د برېښنا نيغې او تېزې وړنګې ورته ضرر لري نو پر دې بنسټ مستقمې وړانګې ترې لمريزې تختې جذبوي.