دا دېرش کارونه هرومرو د خپل ژوند لپاره ترسره کړئ

ځینې کارونه دي، چې د ډېری کسانو په اند بې ارزښته تر سترګو کېږي، په داسې حال کې، چې د دې ساده کارونو ترسره کول، له تاسو سره د ژوند په ښه والي او دغه راز د خوښې وړ ژوند په لرلو کې ډېره زیاته مرسته کوي.
 
د ښه ژوند د لرلو لپاره، د خپل ځان لپاره لاندې کارونه ترسره کړئ
زموږ په شاوخوا کې داسې کسان شتون لري، چې د نورو په پرتله خوشاله او بریالی ژوند لري، که چېرې د دې افرادو ژوند ته پام وکړئ، هغوی د بریا کوم مشخص راز نه لري، بلکې د هغوی ښه او خوشاله ژوند، د ځینو عادتونو پایله ده، چې هره ورځ یې تکراروي او څاري یې. ښه ژوند ته د رسېدو او د خپل ژوند د ښه والي لپاره، تاسو هم کولای شئ، چې همدا نن هغه کوچني او ساده ګامونه، چې په دې لیکنه کې ور باندې رڼا اچول کېږي، پورته کړئ، ترڅو بریا او په خپل نفس باندې اعتماد مو زیات شي او په ډېرې هوساینې سره وکولای شئ، چې خپلو موخو ته ورسېږئ.
۱ ـــ یوازې له مناسبو او مثبتو کسانو سره وخت تېرکړئ.
۲ ـــ په ډاډ او په هسک سر، خپلې ستونزې حل کړئ.
۳ ـــ د هر څه په اړه له خپل ځان سره رښتینی واوسئ.
۴ ـــ خپلې خوښۍ او خوشالۍ ته لومړیتوب ورکړئ.
۵ ـــ خپله خپل واقعي واوسئ او پرې وویاړئ.
۶ ـــ خپل وخت ته پام او پکې ژوند وکړئ.
۷ ـــ له هغو درسونو څخه منندوی واوسئ، کوم چې له خپلو تېروتنو څخه یې اخلئ.
۸ ـــ له خپل ځان سره مؤدب واوسئ.
۹ ـــ له هغه څه څخه، چې دمګړۍ یې لرئ، ترې خوند واخلئ.
۱۰ ـــ د خپل ځان لپاره خوښي رامنځته کړئ.
۱۱ ـــ خپلو آیډیاوو او خوبونو ته فرصت ورکړئ.
۱۲ ـــ په خپل ځان باندې اعتماد وکړئ او ووایئ، چې د ژوند بل پړاو ته چمتو یاست.
۱۳ ـــ له خلکو سره ښې اړیکې ټینګې کړئ.
۱۴ ـــ نویو افرادو ته د آشنایئ او اړیکې فرصت ورکړئ.
۱۵ ـــ له خپل پخواني ځان سره سیالي وکړئ.
۱۶ ـــ د نورو په بریاوو باندې خوشاله شئ.
۱۷ ـــ په سختو شرایطو کې د ښېګڼو په لټه کې واوسئ.
۱۸ ـــ خپل ځان او نورو وبښئ.
۱۹ ـــ له خپلو شاوخوا خلکو سره مرسته وکړئ.
۲۰ ـــ خپل دننني غږ ته غوږ ونیسئ.
۲۱ ـــ خپل ځان په سټرس زېږونکي وضعیت کې مه مېشتوئ او استراحت وکړئ.
۲۲ ـــ د هرې شېبې ښکلاوو ته پام وکړئ.
۲۳ ـــ حتا هغه څه، چې په تاسو کې د یوې نیمګړتیا په توګه پېژندل کېږي، ومنئ.
۲۴ ـــ هره ورځ خپلو موخو ته د نږدې کېدو لپاره هڅه وکړئ.
۲۵ ـــ احساسات مو مه پټوئ.
۲۶ ـــ د خپل ژوند بشپړمسؤولیت په غاړه واخلئ.
۲۷ ـــ مهمو اړیکو ته په فعاله توګه پراختیا ورکړئ.
۲۸ ـــ په هغه څه باندې، چې ستاسو په کنټرول کې دي، تمرکز وکړئ.
۲۹ ـــ د مثبتو پایلو په احتمال باندې تمرکز وکړئ.
۳۰ ـــ د دې په اړه فکر وکړئ، چې څومره شتمن یاست او خپلو شته څیزونو ته ارزښت ورکړئ.