ولې روسيه  له ايران ډرون الوتکې اخلي؟ 

د مالوماتو پر بنسټ د روسيې  او ايران ترمنځ  تړون شوی، چې په ترڅ کې به يې  روسيه له ايران څخه ۳۴۰۰ ډرون الوتکې واخلي. ددغه ۲۴۰۰ الوتکو له جملې يو شمېر ډرون الوتکې روسيې اخېستې او پاتې به ایران ورته ولېږي. 

اوکراين او لوېديځ  هېوادونه هم دا پخلی کوي، چې روسيه  اوکراين کې د ايراني ډرون الوتکو په وسيله بمبارونه کړي، خو روسي چارواکي بيا دا نه مني چې ګواکي اوکراين کې يې ايرانۍ ډرون کارولې دي. 

د پوځي شنونکو په اند، روسيه د پوځيانو له کمښت سره مخ ده، نو په دې پار چې ډرون الوتکې پوځي پرسونل ته اړتيا نه لري، نو د اوکراين خلاف جګړه کې د ډرون الوتکو کارونه روسيې لپاره ښه ټاکنه ده.