د پیسو د سپما کولو لپاره آسانه او اغېزناکې تګلارې

سپما کول هغه دود دی، چې  ټول یې له خپلو پلرونو څخه زده کوي او په ژوند کې ترې کار اخلي.
 
له موږ څخه ډېری د هغو کسانو له جملې څخه یو، چې تل مو خوښېږي سپما ولرو، خو هېڅکله نه بریالي کېږو. داسې تګلارې شتون لري، چې پرې پوهېدل او مراعات کول یې کولای شي، په کار مو راشي، ترڅو له احتمالي ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې، مالي ملاتړ ولرو.
 
مشخصه کړئ، چې د څه څیز لپاره سپما کوئ
تر کله چې د لارې نقشه ونه لرئ، نه شئ کولای چې موخې ته ورسېږئ، په حقیقت کې د سپما لپاره د مشخصې موخې لرل، له سپما څخه ډېر مهم دي؛ دا چې یوازې پوه شئ، سپما وکړئ، بسنه نه کوي.     که وکولای شئ خپلې مالي موخې مجسمې کړئ، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته کوي، دغه راز د دې سبب ګرځي، ترڅو د هرې مالي موخې لپاره په هره اندازه سپما، چې غواړئ ترسره یې کړئ او هغې ته د رسېدو لپاره، یوه نېټه وټاکئ.
 
معلومه کړئ، چې څومره پیسې سپما کولای شئ
د هغې سپما معلومول، چې وبه یې لرئ، د هغې بودیجې په اندازې پورې تړاو لري، چې کولای شئ بېله یې کړئ؛ خو که چېرې ډاډه نه یاست، چې څومره سپما یا پس اندازه وکړئ، کولای شئ له هغه مشاور سره خبرې وکړئ، چې کولای شي له تاسو سره د بودیجې په وېش کې مرسته وکړي او تاسو ته د سپما کولو لارې چارې در زده کړي، دا نو هغه وخت دی، چې کولای شئ د سپما کولو لپاره، تر ټولو غوره تګلوری وټاکئ.
 
مناسبې حل لارې وټاکئ
لکه څنګه چې پوهېږئ، ستاسو د پیسو د سپما او پانګونې لپاره، ډېرې زیاتې تګلارې شتون لري؛ لکه د سپما حساب، د ګډې پانکونې صندوقونه، د (ETF) په بورس کې د معاملې وړ صندوقونه او داسې نورې ډېرې تګلارې، چې د جزئیاتو یادونه یې ډېر وخت ته اړتیا لري، د مناسبې سپما ټاکنه، د سپما په اندازې، په هغو ځلونو، چې هوډ لرئ په خپلې سپما باندې یې ورزیات کړئ او دې پیسو ته د لاسرسي په چټکتیا پورې تړاو لري. د پیسو د سپما کولو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:
 
د لنډ مهالو موخو لپاره، د ودې پرځای، په خوندیتوب او نقد کېدو باندې تمرکز وکړئ، د یوې ټولیزې قاعدې په توګه، یوې مالي موخې ته د رسېدو لپاره، چې هر څومره ډېر زیات وخت ولرئ، کولای شئ د پانګونې ډېر خطر ولرئ.
 
پرمختګ مو کنټرول کړئ
هر څو میاشتې وروسته یو ځل، څو دقیقې وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو وګورئ، چې آیا د خپلې سپما موخو ته رسېږئ یا نه؟
 
فرانکلین وایي: که په میاشت کې ډېر معاش اخلئ، نو ډېره اندازه یې په خپلې سپما باندې ور زیات کړئ.
 
د سپما کولو ښېګڼې
سپما کول ډېرې زیاتې ښېګڼې لري، چې د هغو له جملې څخه کولای شو لاندې مواردو ته اشاره وکړو:
 
په بېړنیو مواردو کې مرسته کول
بېړني شرایط تل ناڅاپي دي؛ له دې امله د رامنځته کېدو پرمهال، د اړتیا وړ پیسې معمولاً د عادي بودیجې برخه نه دي او له هغه څه څخه زیات دي، کوم چې په اړه یې فکر کوئ. که بېړنی وضعیت، یوه ناڅاپي ناروغي یا د موټر ټکر وي، دا ستونزه کولای شي شدیده شي، نو سپما کول، کولای شي، له بېړني وضعیت سره ډېره زیاته مرسته وکړي.
 
په ناڅاپي توګه د دندې له لاسه ورکولو پرمهال، پټنځای
د دندې له لاسه ورکول معمولاً زیان اړونکی او خوا شینونکی حالت دی، دا موضوع کولای شي، یوه کورنۍ له یوه ستر کړکېچ سره مخامخ کړي، له دې امله سپما کول، کولای شي، په ناڅاپي توګه د دندې له لاسه ورکولو پرمهال، یو پټنځای وي. کله چې یو فرد خپله دنده له لاسه ورکوي، پور اخیستل ډېر ستونزمن کار دی، له دې امله، هغه کسان، چې په هوښیارانه توګه یې په کافي اندازه سپما نه ده کړې، نو د دندې له لاسه ورکولو وروسته، صفر کېږي.
 
د پورونو ورکړه
د یوه اندازه سپما لرل کولای شي، له فرد سره مرسته وکړي، ترڅو د خپلو پورونو پېټی را سپک کړي.
سپما کولای شي، له بانکي کارټ څخه د ګټه اخیستنې پرځای، د ځانګړو لګښتونو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
 
سپما دغه راز له فرد سره مرسته کوي، ترڅو د بېړنیو شرایطو د رامنځته کېدو پرمهال د بېړنیو پورونو له اخیستلو څخه مخنیوی وکړي او شته پور محدود کړي.
 
د مالي آزادي درلودل
سپما فرد ته آرامتیا ور بښي او له هغه سره مرسته کوي، ترڅو له مالي آزادۍ څخه برخمن شي او په ځانګړو حالاتو کې، مالي ستونزو ته اندېښمن ونه اوسي، په حقیقت کې مالي آزادي، انسان ته خلاصون ور په برخه کوي او نه یې محدودوي او که سپما ولرئ، نو مالي آزادي به ولرئ.
 
د زده کړو لپاره مالي مرسته
لکه څنګه چې پوهېږئ، د زده کړو لګښت کولای شي، لوړ وي؛ سپما د دې سبب ګرځي، چې فرد وکولای شي، خپلو زده کړو ته د پیسو له چمتو کولو پرته، له بل ځای څخه دوام ورکړي، دا موضوع له فرد سره مرسته کوي، ترڅو په زده کړو او بالاخره په خپله دنده کې پرمختګ وکړي.
 
د هستوګنځای د پورونو ورکړه
د سپما لرل کولای شي، د یوه کور په څښتن باندې د بدلېدو لپاره لومړنی ګام وي، لکه څنګه چې پوهېږئ، کله چې بانکي پور ترلاسه کوئ، باید د بانک له خوا په ټاکل شوې نېټه، خپل قسط ورکړئ او په بشپړه توګه د پیسو د ورکړې له نېټې څخه یوه اوونۍ وړاندې به یې سټرس ولرئ، په پایله کې، د دې لپاره چې د پورونو د ورکړې له امله، له رامنځته شوي سټرس خلاص او هوسا شئ او په ډاډه توګه یې ادا کړئ، نو سپما ولرئ.
 
د واده لپاره مالي مرسته
دمګړۍ په ټولنه باندې د حاکم اقتصادي وضعیت له امله، هر ځوان د خپل ګډ ژوند د پیلولو لپاره، مالي مرستې ته اړتیا لري او د ګډ ژوند پیل له سپما او پور پرته، کابو ناشونی دی، په پای کې ډېری جوړې د مالي محدودیتونو له امله، د خپل واده مراسم ځنډوي. سپما، جوړې په دې باندې توانوي، ترڅو په ډاډ سره پروګرام جوړونه وکړي، د واده د لګښتونو د چمتو کولو لپاره، له سپما څخه ګټه اخیستنه، د پور اخیستلو په پرتله ډېره غوره ده؛ ځکه خاوند او مېرمن خپل ګډ ژوند د پور له لرلو پرته پیلوي.
 
پایله
لکه څنګه چې په پورته لیکنه کې مو ولوستل، په ننني ژوند کې د سپما لرل، ډېر زیات ارزښت لري او له سپما پرته ژوند به ډېر زیات سخت او ستونزمن وي. تمه کېږي، چې هر ژوند لږ تر لږ په لږ څه هوښیارانه سپما سره پیل شي، ترڅو افراد له سټرس څخه ډک ژوند تجربه نه کړي او مهمو مسایلو ته مخه کړي، د دې لپاره، چې په ژوند کې ډېره زیاته آرامتیا ولرئ، د سپما او پانګونې له بېلابېلو تګلارو څخه ګټه واخلئ.