د مئینو او خوشاله جوړو اووه په زړه پورې عادتونه

که واقعاً غواړئ د خپل ژوند له شریک سره مینه ناکه اړیکه ولرئ، نباید خپل برخلیک چانس ته وسپارئ. هغه جوړې، چې تل مئینې دي، تل د خپلې مینې لپاره داسې کارونه ترسره کوي، ترڅو خپله اړیکه خوندي کړي.
 
موږ په دې لیکنه کې د خوشاله جوړو په اوو عادتونو باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ یو بل ته وخت په پام کې ونیسئ
که هېڅکله یو بل ته وخت په پام کې ونه نیسئ، نه شئ کولای، چې له یو بل سره اړیکه ټینګه کړئ، دا د مینې د ژوندۍ ساتلو لپاره تر ټولو بدیهي او بنسټیز ګام دی. یو وخت (له ماشومانو پرته) خپلو ځانونو ته ځانګړی کړئ، ترڅو وکولای شئ له یو بل سره ډېرې خبرې وکړئ.
 
۲ ـــ د خپل ژوند د شریک د مینې په ژبه پوه شئ
یوازې په دې دلیل، چې مور مو هر وخت کور پاک کاوه او تاسو یوازې له هغې څخه یوه عادي مننه کوله، په دې مانا نه ده، چې د ژوند شریک مو هم د دې کړنې تر اغېزې لاندې راشي. موږ ټول په اړیکه کې، مینه ناکو چلندونو او خوځښتونو ته ارزښت ورکوو، جوړې په بشپړه توګه د مینې توپیري ژبه لري، که نه پوهېږئ، چې د ژوند د شریک د مینې ژبه مو څه ده، نو له هغه/ هغې څخه پوښتنه وکړئ.
 
۳ ـــ په ورځ کې دوه ځلې د شل ثانیو لپاره یو بل په غېږ کې ونیسئ
ولې باید شل ثانیې وخت ونیسي؟ ځکه ترڅو چې ستاسو بدن ته اکسي ټوسین داخلېږي، شل ثانیې وخت نیسي. غېږ یو پیاوړې درملنه ده، له دې امله، هره ورځ دندې ته له تګه مخکې او وروسته له هغې چې بېرته کور ته را وګرځېدئ، د شل ثانیو لپاره یو بل په غېږ کې ونیسئ.
 
۴ ـــ غوږ نیول زده کړئ
هېڅ څیز له غوږ نیولو څخه ډېر، کله چې د ژوند شریک مو خبرې کوي، هغه ته نه ثابتوي، چې ورسره مینه لرئ، پرېږدئ، چې د خپلو افکارو، احساساتو او حتا د خپلې له سټرس او بوختیا ډکې ورځې په اړه له تاسو سره خبرې وکړي او په ډېره مینه او لېوالتیا ورته غوږ ونیسئ.
 
غوږ نیول هغه مهارت دی، چې ډېری خلک یې نه لري، موبایل مو ګُل کړئ، سترګیزه اړیکه ټینګه کړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ.
 
۵ ـــ خپله بریا یا مناسبتونه له یوبل سره ولمانځئ
که د ژوند شریک مو له هغه څه څخه، چې په ژوند کې یې تېرېږي، تاسو خبر نه کړي، څنګه کولای شئ، چې څه وخت باید له هغه سره هغه ورځ ولمانځئ یا له هغه سره همدردي وکړئ؟
 
موږ ټول غواړو او اړتیا لرو، کله چې کور ته بېرته را ګرځو، نو هغه چاته ورځو، چې ذهن مو له ننګوونو څخه لیرې او حالت مو ښه کړي. که له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ، نو په ګډه یې حل کړئ او کله چې ستونزه مو حل شوه، نو هغه ورځ په ګډه ولمانځئ.
 
۶ ـــ د راتلونکې په اړه په ګډه پلان جوړ کړئ
ډېری هغه څیزونه، چې په اړیکو کې مهم دي، نه رامنځته کېږي، مګر دا چې په مهال وېش کې ولیکل شي. د ګډو موخو د ټاکلو لپاره وخت په پام کې نیول، د دې سبب ګرځي، چې د خپل ژوند په تګلوري کې له یو بل سره مل یاست او د ډېرې ښې او مانا لرونکې راتلونکې په اړه پلان جوړوئ، یو مهال وېش جوړ کړئ او هغه مېلمستیاوې یا ګډ پروګرامونه، چې له یوبل سره یې لرئ، پکې ولیکئ او یو بل ته ارزښت ورکړئ.
 
۷ ـــ یو بل ته ډاډ ورکړئ
موږ ټول کله وخت ډاډ ته اړتیا لرو. کله چې هغه/ هغې ته وایئ، چې څومره هغې/ هغه ته ارزښت ورکوئ، هغه/ هغې ته آرامتیا ورکوئ او د دې سبب ګرځئ، چې هغه د خوندیتوب احساس وکړي.