څلور جذابې شخصیتي ځانګړتیاوې، چې له ظاهر سره هېڅ تړاو نه لري

کله چې د جذاب کلیمه اورو، تر ټولو لومړی څیز، چې احتمالاً زموږ ذهن ته راځي، ظاهري جذابیت دی، په داسې حال کې، چې د یوه شخص ظاهر د ځینو لپاره مهم دی، خو د ډېری خلکو له نظره د جذابیت لپاره تر ټولو مهم معیار نه دی.
 
ښایي لږ تر لږه د جذابیت یو یا دوه معیارونه ولرئ، خو موخه دا نه ده، چې ټول معیارونه ولرئ، ترڅو جذبیت مو زیات شي.
 
۱ ـــ د اورېدو پیاوړی مهارت
یوه له هغو موضوعاتو څخه، چې زموږ ټولو خوښېږي، په اړه یې خبرې وکړو، په خپله یو. ښه اورېدونکي د سرو زرو په څېر دي، چې د دې سبب ګرځي، موږ د مهم اوسېدو احساس وکړو، که یو ښه اورېدونکی یاست، نو دا ځانګړتیا په شدیده توګه تاسو د نورو لپاره جذاب کوي، تاسو باید په خپل ځان باندې وویاړئ.
 
۲ ـــ د نویو تجربو ازمویل
که نرم او انعطاف منونکی یاست او د نویو څیزونو او تجربو ازمویلو لپاره چمتو یاست، یانې یو ستر امتیاز لرئ. انعطاف منل او د نویو ننګوونو منل، د جذابو افرادو یوه له شخصیتي ځانګړتیاوو څخه ده.
 
۳ ـــ د شوخ طبیعتۍ حس 
شوخ طبیعته اوسېدل بېلابېل ډولونه لري، خو ځینې کسان په ساده خبرو سره کولای شي، نور وخندوي. ځینې نارینه او ښځینه یو ډول د شوخ طبیعتۍ حس لري، چې په چټګه توګه کولای شي له جملو څخه ګټه واخلي، ترڅو خپل شاوخوا خلک وخندوي، البته له شوخ طبیعتۍ څخه په نورو باندې ملنډې وهل یا بې ادبه ټوکي نه دي.
 
۴ ـــ له خپل ځان څخه خبرېدل او د خپل ځان په اړه فکر کول
افراد د ژوند په اوږدو کې له ستونزو، کړاوونو او ننګوونو سره مخامخ کېږي، چې په بشپړه توګه یوازې ظاهري جذابیت نه شي کولای، دا ستونزه حل کړي. که داسې یو فرد یاست، چې کولای شئ، د هغو مسایلو او کارونو، چې ترسره کړي مو دي، مسؤولیت ومنئ، نو ډېر بالغ او رسېدلی انسان یاست.
 
نا رسېدلي (نابالغ) نارینه او ښځینه، کله چې کومه تېروتنه کوي، خپل ځان ته دفاعي حالت غوره کوي او نور ګرم ګڼي او یا مقابل لوری رټي، خو هغه کسان، چې د خپل ځان په اړه معلومات لري، ستاسو خبرې اوري او د خپلو تېروتنو له امله بښنه غواړي او نور یې نه تکراروي.