چين او امريکا عملاً سره جګړه کې دي 

ځيني وخت د چين او امريکا د وړتياوو په اړه ويل کېږي، چې که چېرې دغه دوه هېوادونه د ټېکنالوژۍ، صنعت او اقتصاد برخه کې په ګډه کار وکړي، نو د پام وړ بدلون او نوښت به په نړيواله کچه رامنځ ته کړي. 

دې ډول مسايلو ته پو ځواب کې د چين د يو څېړنيز  مرکز شنونکو مناظره کړې او خپلې څېړنې يې وړاندې کړې دي، کوم چې ښايي امريکا او چين اوس مهال په يوې بشپړې او عملي جګړې دي. 

دغه چينايي شنونکو ويلي دي، چې د امريکا او چين جګړه د مرميو او ټانکو مخامخ او فزيکي جګړه نه ده، بلکې دوی په اقتصادي، سوداګريزه، صنعتي او د ټېکنالوژۍ برخو کې سره ښکر په ښکر او جګړه کې دي. 

اوس مهال هر چېرته چې د امريکا ګټې وي نو چين يې پر وړاندې دريږي او په نامستقيم ډول يې مخه ډبوي او په بل اړخ کې امریکا د چين پر اقتصاد او ټېکنالوژۍ نړۍ راتنګوي ترڅو له پښو يې وغورځوي. 

دغه مسايلو ته په کتو شونې ده، چې نېږدې کالونو کې به د امريکا او چين وسله واله او فزيکي جګړه هم پيل شي.