له نمجنې هوا د څښاک اوبو توليد 

د څښاک پاکې اوبه د ورځې اړتيا ده او اوسني وخت کې د صنعت د پراختيا او هوا د ککړتيا له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ستونزمن او په پيسو اخېستل کېږي. 

د SOURCE Global په نوم د ټېکنالوژۍ يو شرکت، SOURCE Hydropanel نومي  يوه داستګاه جوړ کړې چې د لمر وړانګو په مرسته له نمجنې يا مرطوبې هوا د څښاک پاکې اوبه توليدوي. 

دغه ماشين په خلاصه فضا کې نمجنه هوا ځان ته کشوي او ورپسې د کارول شوې ټېکنالوژۍ په مرسته سلګونه لېټره د څښاک پاکې اوبه جوړوي. دغه ماشين هم په لويه کچه او هم د کورونو لپاره په کوچنۍ اندازه جوړ شوی دی.