د طبيعي بوټو او طبي درملو په وسيله د ژر انزال درملنه، رېيمه برخه 

 د همدې ليکنې په څو لومړيو برخو کې مو د دغه ستونزې او ناروغۍ پر روحي او بیالوژيکي لاملونو مالومات وړاندې کړل. د ليکنې په دې  برخه کې د ژر انزال يا Premature Ejaculation درملنه د طبيعي بوټو او ځينو جوړ شوو کريمونو په وسيله درته  په ګوته کوو. 

۱- آيورويدا د بوټو درمل Ayurvedic herbal medicine:
له پېړيو راهيسې هندوستان کې د آيورويدا په نوم له بوټو د درمل جوړونې يو سېستم شتون لري. آيورويدا  کې له طبيعي بوټو بېلا - بېل درمل جوړيږي چې د عصري طب په شتون کې يې هم کارونه اغېزناکه ده.

 د يوې تر سره شوې څېړنې اړوند د آيورويدا کورنۍ له درملو په ګټې له دغه ستونزې خلاصېدای شئ او يا يې هم د جنسي کوروالی وخت کې ډېروالی رتلی شي. د آيورويدا هغه درمل چې د ژر انزال لپاره ګتور تمام شوي دي kaunch beej, kamini vidrawan ras, and yauvanamrit دي. د يادونې ده چې دغه درمل د معدې د درد، ګنګستيا، د وجود درد او ځيني نورې ستونزې د جانبي عوارض په ډول رامنځ ته کوي. 

۲- چينايي د بوټو درمل Chinese herbal medicine: 
په چين کې هم د نورو ناروغيو ترڅنګ د جنسي ستونزو لپاره اوس مهال د بوټو څخه په ساده طریقې جوړ شوي درملو څخه ګټه اخېستل کيږي. که چېرې د Qilin او Yimusake په نوم دغه چينايۍ ګولۍ وخوړل شي، نو د جنسي کمزورتيا او په ځانګړې د ژر انزال مخه نيسي. د دغه ګوليو لارښوود داسې دی چې د يو څه وخت لپاره بايد هره ورځ دوه ګولۍ وخوړل شي.  د معدې درد، ګنګستيا او د جنسي لېوالتيا کمېدل د دغه درملو جانبي عوارض دي. 

۳- Topical creams: اوس وخت کې په طبي ډول سره ځيني کريمونه جوړ شوي دي چې د ژر انزال په مخنېوي کې اغېزمن تمام شوي دي. که چېرې د ښځې او خاوند ترمنځ له جنسي اړيکو او کوروالي لس يا پنځه لس دقيقې وړاندې دغه کريم استفاده شي نو د کوروالي  وخت به يې ډېر شي او مني به ژر او له توقع وړاندې نه بهريږي. د پورته طبيعي بوټو په څېر دغه درمل هم د يو څه درد او د جنسي لېوالتيا د کمښت سبب کيږي.