
د روسيې او اوکراین د جګړې په لړ کې، د اوکراين ولسمشر زېلنسکي له جرمني پرمختللې - بريدګرې جېټ الوتکې غوښتې، خو جرمني يې غوښتنه رد کړې ده.
د جرمني لومړي وزير ويلي دي، چې نه شي کولی د روسيې خلاف اوکراين ته پرمختللې جېټ الوتکې ورکړي. له دې وړاندې جرمني اوکراين سره د لېپارډ نومي ټانکونو ژمنه کړې.
د جرمني لومړي وزير ويلي دي، چې غواړي د روسيې او اوکراين جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسيږي او په همدې پار ټېنګار کوي چې له ولسمشر پوتين سره د خبرو لارې پرانېستې وساتي.