دغه روبوټ د حشراتو په څېر کورونو او دفترونو ته دننه کېږي 

د Carnegie Mellon پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دوکتورا دورې محصلينو، حشراتو ته ورته روبوټ جوړ کړی دی. دغه روبوټ کولی شي، چې په هر ډول لارو- سړک، غرونو، خټو، خاورو، زېنو او ديوالونو تګ وکړي. 

جوړونکي يې وايي، چې له دغه روبوټ يې موخه دا ده، چې څښتن ته د کوټو بندو او خلاصو دروازو په اړه مالومات ورکړي، تلوېزون او ګروپونه وګوري چې روشن او که خاموش دي او همدا ډول نورې چارې تر سره کړي. 

جوړ شوي روبوټ کې داسې ټېکنالوژي کار شوې ده، چې په تياره کې هم خپل مسير او لار پيدا کولی شي او د شااوخوا چاپيريال نقشه په کې ځای پر ځای شوې ده.