برېښنايي پټۍ (بانداژ)، ټپ له ميکروبي کېدو ساتي 

د  Ohio State په نوم د يو طبي پوهنتون ساینس پوهانو او روغتياپالانو د زخم يا ټپ لپاره برېښنايي پټۍ جوړ کړې ده، چې زخم ميکروبي کېدو ته نه ورکوي. 

دغه بانداژ (bandage) يا د ټپ تړنې ځانګړې ټوټه له برېښنا چارجيږي، او که چېرې په ټپ ولګول شي، نو هېڅ ډول ميکروب او مضرې بکترياوې زخم ته نه پرېږدي. 

که چېرې ټپ يا زخم ميکروبي شي نو د وخت په تېرېدو سره ترې سرطان پيدا کېږي. دغه بانداژ سره ټپي شوې برخه ژر پوټکی اچوي او زخم سره ورځي.