د غاښونو خرابېدل، سوري کېدل او ماتېدل عامې ناروغي دي. د غاښونو ډاکټران يې لاملونه د کلسيم کمښت، د خواږو خوړل او ډېر ګرم يا ډېر يخ څښاک ښيي.
د چين Wuhan انسټېتيوټ او Virology نومي چينايي طبي اکاډمۍ د ګډ کار په پايله کې د غاښونو لپاره پر واکسين بريالي شوي دي.
د غاښونو دغه واکسين کاله دوه ځله وهل کېږي، چې پايله کې غاښونه له سوري کېدو او خرابېدو ساتي. جوړونکي يې وړاندوينه کوي، چې دې واکسين سره به د غاښونو سلامتيا کې اغېزناکه برخه ولري.
وروستي