وړاندوينه: ۲۰۲۵ کې د امريکا او چین ترمنځ د مخامخ جګړې شونتيا

د چين د وسله وال پوځ يو پخواني څلور - ستوري جنرال د امریکا او چين ترمنځ اوسنيو اړيکو ته په کتو ويلي دي، چې د امريکا او چين د ملي ګټو ټکرونه به دغه دوه هېوادونه مخامخ جګړه کې سره واچوي. 

دغه متقاعد چينايی جنرال وړاندوينه او شننه کوي، چې د تايوان مسله ښايي لامل شي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې چين او امريکا وسله واله جګړه سره پيل کړي. 

چين له کالونو راهيسې تايوان سره په کړکيچ کې دی، او امريکا د چين خلاف د تايوان پوځي، سياسي او ډېپلوماټيک ملاتړ کوي.

 د تايوان مسلې وراېخوا، امريکا او چين په يو شمېر نړيوالو مسايلو او اقتصادي زبرځواکۍ کې هم سره په ټکر کې دي.