د لوېديځ شوبلې به اوکراين ته جګړه وګټي؟ 

اوکراين سره د لوېديځو هېوادونو د پوځي مرستې په لړ کې امريکا، انګلستان او جرمني د پرمختللو او زغره والو شوبلو د ورکړې ژمنې کړې دي او زياته کړې يې ده، چې نېژدې وخت به يې د پولنډ له لارې اوکراين ته ولېږي. 

د پوځي شنونکو پر اند د لوېديځ هېوادونو دغه پوځي مرسته به د اوکراين او روسيې پر جګړه کوم داسې اغېز ونه لري، چې اوکراين د جګړې ګټلو ته نېږدې کړي. 

د دوی په اند که امريکا، جرمني او انګلستان دغه ټانکونه اوکراين ته ور هم کړي، نو د اوکرايني پوځيانو نه بلديت، د ټانکو لپاره د مهماتو کمښت او استعمال به سبب شي، چې له دغه ټانکونو به وړ ګټه وانه خېستل شي.