وړاندوينه: نړۍ کې د وحشي ژويو ژوند ستر ګواښ سره مخ دی 

د SMG په نوم يوې ادارې په خپلې وروستۍ سروې کې په ډاګه کړې ده، چې د ځګلونو د وهلو او د هوا د ګرمېدو له امله د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې وحشي ژوي له ګواښ سره مخ دي. 

د يادې ادارې د مالوماتو پر بنسټ، دا چې د ټېکنالوژۍ پر مټ انسانان د هوا له لارې د ځنګلونو او د ښتو پر سر او هم د ځنګلونو، دښتو او غرونو منځ ته رسي، وحشي ژوي ځان خوندي نه احساسوي. 

د مالوماتو او شمېرنو له مخي له هېوادونو د ځنګلي حيواناتو مهاجرتونه هم ډېر شوي دي. په ډېر ګڼ شمېر وحشي حيوانات له هېواد بل هېواد ته اړوي، چې ډېری يې په دې مسير کې مري.