تاسو کولای شئ د خپل ذهن رییس شئ

آیا تاسو د خپل ذهن رییس یاست یا ذهن مو ستاسو رییس دی؟
ـــ آیا تل کولای شئ تصمیم ونیسئ، چې د څه شي په اړه فکر وکړئ؟
ـــ آیا تل ذهن ته مو له کنټرول پرته افکار راځي؟
ـــ آیا هغه افکار، چې په اړه یې فکر کوئ، په تاسو پورې تړاو لري یا د بهرنیو سرچینو په وسیله رامنځته شوي دي؟
ـــ آیا کولای شئ، کله چې وغواړئ فکر ونه کړئ؟
ـــ که دا کار ونه کړئ، نو ذهن ستاسو رییس دی.
 
ذهن مو ستاسو ټول افکار او دغه راز ستاسو د تفکر بهیر دی، که په خپلو افکارو باندې کنټرول نه لرئ، دا په دې مانا ده، چې تاسو د خپلو افکارو رییس نه یاست او دغه راز د خپل ذهن رییس نه یاست، همدا راز په دې مانا ده، چې ډېری افکار مو له بهر څخه راځي او تاسو نه یاست، چې رامنځته کوئ یې، که دا سمه وي، نو ستاسو آزادي او ځواک چېرې دی؟ تاسو اجازه ورکوئ، چې ذهن مو ستاسو په ژوند باندې حکومت وکړي، د دې پرځای چې تاسو پرې حکومت وکړئ.
 
تاسو کولای شئ د خپل ذهن او ژوند رییس واوسئ
ذهن له دې سره لېوالتیا لري، چې هره ورځ هماغه افکار تکرار کړي، دا په دې مانا ده، چې د نویو افکارو او نویو آیډیاوو منل ستاسو لپاره یو ستونزمن کار دی، دا دغه راز په دې مانا دی، چې تاسو خپله آزادي د خپل ذهن په رییس کېدو باندې محدودوئ.
 
ډېری خلکو د هماغو ورځنیو افکارو په اړه فکر کوي او په اتومات ډول هماغه ذهني انځور په خپل ذهن کې مجسم کوي. هغوی تل په خپل ذهن کې هماغه فلم ننداره کوي او له دې امله یو ځل بیا هماغه پخواني ژوند ته ورته کړنې ترسره کوي او په خپل ژوند کې نوښت نه رامنځته کوي.
 
کولای شئ خپلو افکارو او ذهني انځورونو ته بدلون ورکړئ
دا د ذهن په ویډیویي دستګاه کې د نوې سي ډي د ځای پرځای  کولو معادل دی، له هغه ځایه چې پرله پسې افکار کولای شي، په پېښو او شرایطو باندې اغېز وکړي، ستاسو د تل پاتې افکارو په بدلون سره، ژوند او شرایط مو کولای شي، په دې اساس بدلون وکړي.
 
ډېری خلک نه پوهېږي یا باور نه لري، چې کولای شي د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړي، که رښتیا ووایو، دا شونتیا یې هېڅکله ذهن ته نه ده راغلې، له دې سره سره، ځینې کسان شته، چې له خپلو افکارو څخه د ګټه اخیستنې پوهه او درک لري او دغه راز خپل ځان ته هم د خپل ذهن د کنټرول لپاره زده کړه ورکوي.
 
که هڅه وکړئ، چې خپل ذهن کنټرول کړئ، په خپله هڅه کې د خپل تفکر له بهیر څخه د لا ډېرو معلوماتو په ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړئ او زده کړئ، کوم افکار چې ذهن ته مو داخلېږي، وې ټاکئ، نو له دې کبله به د خپل ذهن رییس شئ، دا له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په عملي او مستقیم ډول دې ته مو پام شي، چې افکار مو خلاق دي او د دې ځواک لري، چې ستاسو په ژوند باندې اغېز وکړي.
 
د تفکر د بهیر کنټرول او درک کول، دغه راز د ذهن د وړتیا د خاموشه کولو سبب ګرځي، دا هغه لوړ پړاو دی، چې ډېر کم شمېر پرې پوهېږي او یاد پړاو ته د رسېدو لپاره ډېر کم عملي ګامونه پورته کوي، کله چې دې موخې ته ورسېدئ، نو دې ته به مو پام شي، چې تاسو خپل ذهن او افکار نه یاست، بلکې له هغو څخه یو لوړ څیز یاست.
 
د ذهن د خاموشه کولو وړتیا، د هغې ټنۍ د موندلو کیلي ده، چې ذهن زموږ په خپله اراده روښانه او خاموشه کوي، کله چې وکولای شو، چې ذهن په خپله خوښه خاموشه کړو، د ذهن آرامتیا، دنننی ځواک، په نفس باندې اعتماد او خوښي تجربه کوو، کله چې ذهن او افکار یې خاموشه دي یو ډول (لوړه پوهه) تجربه کوو.
 
د افکارو او پرله پسې ستړې کوونکو خبرو درول، ذهن مو موږ ته د دې شونتیا را کوي، ترڅو له آرامتیا او خوښۍ څخه خوند واخلو، په دې پړاو کې مو د خپل ذهن او ژوند رییس کېږو. کله چې په خپل ذهن باندې کنټرول ولرو، نو په خپل ژوند باندې به هم لا ډېر کنټرول ولرو.
 
د ذهن تسخیرول
 د پیاوړي تمرکز ځواک، له افکارو څخه د ذهن آزادول آسانه کوي، کله چې هېڅ فکر شتون ونه لري، چې تاسو پام ګډوډ کړي، نو په بشپړه توګه له خپل دننه څخه خبرېږئ. دا راز په تاسو پورې تړاو لري، چې باید ژوند وکړئ او ترې خوند واخلئ، که وغواړئ، نو په خپل ژوند کې یې ومنئ.
 
د خپل ذهن د تسخیرولو لپاره باید کوم کار ترسره کړئ؟ تاسو باید د تمرکز تمرینونه، تمرین کړئ، ترڅو خپل پام متمرکز کړئ، مډیټیشن تمرین کړئ او ذهن مو آرام کړئ، ذهن مو د هرې هغې پېښې مسؤول دی، چې په ژوند  کې مو رامنځته کېږي، دا د ښو او بدو څیزونو او دغه راز د بریا او ماتې د رامنځته کولو لپاره یو رامنځته کوونکی ځواک دی.
 
کله چې په خپل ذهن باندې مسلط کېږئ نو له هغه څخه لوړ ځئ
له دې وروسته، کې وتوانېدئ خپل ذهن خاموشه کړئ، ناسالم عادتونه او منفي لیدونه په تاسو باندې خپل ځواک له لاسه ورکوي، په دې شرایطو کې، ذهن او احساسات مو ثابت، له اغېز او دغه راز د بهرنۍ سرچینې له هڅوونې څخه تش پاتې کېږي، له دې وروسته، چې وتوانېدئ ذهن مو لږ تر لږه د یوې مودې لپاره آرام کړئ، نو دې ته به مو پام شي، چې تاسو خپل افکار نه یاست او دغه راز دې ته به مو پام شي، چې دا یو ډول انرژي ده، چې تل ستاسو پام ځانته را اړوي.
 
د هغه چا لپاره، چې د لومړي ځل لپاره، له دې آیډیا سره مخامخ کېږي، ښایي عجیبه او احمقانه ترسترګو شي، په دې حالت کې، کوم چا چې د یوې مودې لپاره مډیټېشن ترسره کړی دی یا له ختیځو فلسفو سره آشنا دی، دا کلیمې په ډېرې آسانۍ او ښه توګه درک کوي او مني یې. کولای شو له دې دننني سکوت څخه ذهن ته وګورو او پوه شو، چې څه دی او په ماهیت او د کار په څرنګوالي باندې یې وپوهېږو.
 
د کار پرمهال، د دې دننني حالت لپاره، ذهن بېلابېل دلیلونه او بهانې وړاندې کوي، چې ولې غوره ده، هغه تر کنټرول لاندې ونه نیسئ، ذهن غواړي، چې آزاد واوسي او هر ځای ته یې چې خوښېږي، لاړ شي. په دې باور دی، که چېرې خاموش شي، نو ژوند به له منځه لاړ شي، نه شي کولای ومني، چې ژوند د هغه له همېشنیو ناکراره خبرو پرته دوام پیدا کړي.
 
په طبیعت کې تشیال شتون نه لري، کله چې ذهن خاموشه کېږي، نو یو نوی څیز داخلېږي، دا ستاسو نړیوال شعور، روح، خلاق ځواک یا « دنننۍ ځان» دی، تاسو کولای شئ هغه ته په هر نوم سره غږ وکړئ، دا هغه ځواک دی، چې تل یې شتون لرلی دی، په موږ کې دی او په حقیقت کې په خپله یو. دا زموږ واقعي شعور دی، چې هېر کړی مو دی. افکار د هغو ورېځو په څېر دي، چې لمر پوښي، کله چې ورېځې له منځه ځي، موږ د لمر وړانګې وینو او حس کوو یې، کله چې افکار درېږي، موږ له خپل لوړې دنننۍ پوهې څخه خبرېږو.
 
د افکارو ځواک
ـــ که تل د ستونزو، وېرو او ماتو په اړه فکر وکړئ، دا افکار به مو په ژوند کې انعکاس پیدا کړي.
 
ـــ که تل د خپلو اوسنیو شرایطو په اړه فکر وکړئ، نو له سره به یې رامنځته کړئ.
 
ډېری خلک د فکر په دې بڼه باندې اخته کېږي او په پایله کې، څو څو ځله ورته پېښې او شرایط خپل ژوند ته جذبوي.
 
۱ ـــ تاسو کولای شئ خپلو افکارو ته بدلون ورکړئ، تاسو کولای شئ خپل د خوښې وړ افکار وټاکئ، د دې کار ترسره کول به ستاسو ژوند ته بدلون ورکړي.
 
۲ ـــ کولای شئ همدا اوس په خپل ذهن کې د نویو، ښکلو او مثبتو انځورونو، انځورول پیل کړئ.
۳ ـــ تاسو کولای شئ، د پخوانیو انځورونو او صحنو له لیدلو څخه، چې ذهن مو ډکوي او نوي انځورونه رامنځته کوي، ډډه وکړئ
۴ ـــ تاسو کولای شئ، خپلو ذهني ټاکونکو انځورونو ته وګورئ، حتا که واقعي شرایط مو له دې ذهني انځورونو سره ډېر توپیر لري.
۵ ـــ تاسو کولای شئ، چې د خپل ذهن د پروجکشن په کوټه کې کوم فلم خپور کړئ.
۶ ـــ تاسو کولای شئ وټاکئ، چې د خپل ذهن په دنننۍ کوټه کې کوم انځورونه او نقاشۍ را وځړوئ.
 
آیا کله چې دا کرښې لولئ او متوجه کېږئ، چې کولای شئ په خپل ژوند باندې واک پیدا کړئ، اوس په تاسو کې د ځواک احساس څپې وهي؟
 
افکار دنننۍ څانګې دي، چې شرایط او موقعیتونه په خوځښت راولي، تاسو کولای شئ هغه څوک واوسئ، چې دا څانګې په خوځښت راولي او خپل ژوند خوښ او د رضایت وړ ګرځوي.
 
کله چې د خپل ذهن رییس کېږئ، د خپل دننني او عاطفي ژوند، مالي او مادي وضعیت او معنوي پوهې د ښه والي ځواک ترلاسه کوئ. ځینې کسان په خپل ژوند کې منځني بدلونونه رامنځته کوي، ځینې لوړ ځي او ستر بدلونونه رامنځته کوي، دا چې څومره پرمخ ځئ، د افکارو ټاکل، د ذهن منځپانګه او په دې بهیر کې پایښت، ستاسو په وړتیا پورې تړاو لري.
 
ځینې خلک لوړې هیلې لري، نه یوازې د افکارو او ژوند د بدلون لپاره، بلکې د افکارو د سرچینو او هغې تڼۍ د موندلو لپاره، چې پرې روښانه او خاموش یې کړي، که هغوی بریالي وي، هغه راز، چې ډېری خلک یې د عمر په اوږدو کې په لټه کې ول، ښکاره کوي. د ذهن په رییس باندې بدلېدل، تاسو په دې باندې توانوي، تر کله چې غواړئ، د یو څه په اړه فکر وکړئ، د بهرني ځواک تر اغېزې لاندې را نه شئ.
 
دا هر څه ستاسو په لاسرسي کې دي، که دومره جدي واوسئ، چې د خپل ذهن رییس شئ، نن د تمرکز او پام د زده کړې په پیلولو سره، لومړنی ګام پورته کړئ.