هغه شوبلې چې امريکا يې اوکراين ته ورکوي 

د M1 Abrams په نوم دغه ټانکونه یا شوبلې د امریکا د درېيم نسل چټک ټانکونه دي. سرعت يې پر ساعت ۷۲ کليو متره دی او بيه يې ۶ مېليونه امريکايي ډالر ده. 

دغه شوبلې (ټانکونه) امريکا د اوکراين پوځ په اختيار کې ورکوي او وړاندوينه کېږي، چې د لوېديځ هېوادونو تازه پوځي مرستو سره به د روسيې او اوکراين جګړه يو بل خونړي پړاو ته دننه شي. 

د امريکا وراېخوا، جرمني او انګلستان هم اوکراين ته د شوبلو ورکول تائيد کړل او مسکو ګواښ کړی دی، چې د لوېديځې نړۍ ورکړل شوي ټانکونه به اوکراین ورته په اېرو بدل کړي.