روغتیايي مشوره: که مڼه بوی کړئ (کلستروفوبیا) مو له منځه ځي 

کلستروفوبیا يو رواني او عصبي حالت دی. کلستروفوبیا کې انسانان وېريږي او ډېری ځلې هغه وخت وېريږي چې يوازې وي او يا په تنګ ځای لکه لېفټ، تشناب او دفتر کې وي. 

يوه طبي څېړنه ښيي، هغه خلک چې په کلستروفوبیا اخته وي، يوه ښه درملنه يې دا ده چې مڼه او په ځانګړي ډول سره شنه مڼه بوی کړي. د مڼې بوی مغز د کلستروفوبیا له حالت وباسي.

له دې وراېخوا، د شنې مڼې بوی کول د سر درد اراموي او که چېرې اندېښنې لری نو د سګرټ څکولو پر ځای د مڼې بويول په رېښتنې بڼې ستاسې ذهن ښه کولی شي.