
امريکا، انګلستان او جرمني د اوکراين ولسمشر زېلنسکي سره ژمنه کړې ده، چې د اوکراین پوځّ د وړتيا د لوړولو لپاره به درانه او زغره وال ټانکونه ورکړي.
جرمني ژمنه کړي چې اوکراين ته به ۱۴ لیوپارد شوبلې، انګلستان اوکراين سره د ۱۴ چلینجر-۲ ټانکونو او امریکا ويلي چې د روسيې خلاف جګړه کې د اوکراين پوځ ته ۳۰ ابرامز نومي شوبلې ورکوي.
د اوکراین ولسمشر هم له یادو هېوادونو غوښتي چې په ژر وخت کې دغه شوبلې اوکراين ته ولېږي. له بلې خوا، روسيې د لوېديځ هېوادونو ددغه پوځي مرستې ته په غبرګون کې ويلي دی، چې لوېديځه نړۍ هر څومره شوبلې اوکراين ته ورکړي، نو په اوکراين به يې ورته وسوځوي.