د پښتورګو تيږې؛ چين کې د يو کس له پښتورګو ۴۲۰ تېږې اېستل شوې 

د پښتورګي تېږې يوه عامه ناروغي ده، چې ګڼ شمېر کسان په بېلا بېلو عمرونو کې پر اخته کېږي. دغه ناروغي ډېره درد لرونکې ده او درملنه يې عموماً د جراحي عملياتو په وسيله سره کېږي. 

څو کاله وړاندې د يو چينايي وګړي له پښتورګو ۴۲۰ دانې تېږې وااېستل شوې. دغه عمليات د Dongyang په نوم يو چينايي روغتون کې شوي وو. 

د ۴۲۰ پښتورګو تېږو د لېرې کېدو دغه عمليات د څلورو ساعتونو په موده کې تر سره شوي دي. له پښتورګو په دومره ډېر شمېر د تېږو لېرې کول، تر اوسه هېښنده او ريکارډي پېښه ثبت شوې ده.