د Model L100 په نوم موټر؛ بيه يې ۶۸زره ډالر ده 

 د Ford Motor په نوم د موټر جوړونې يو شرکت، Model L100 په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال برېښنايي موټر جوړ کړ، چې بيه يې نېږدې ۶۸زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.  

د موټر جوړونې Ford Motor شرکت له ۱۹۲۲ کال راهيسې موټر جوړوي، چې د خپل شرکت په سلمه کليزه يې د Model L100 وړاندې کړ، چې پراخه سهولتونه په کې موجود دي. 

دغه موټر تر اوسه عام مارکېټ ته نه دی وړاندې شوی او ټاکل شوې ده، چې همدې ۲۰۲۳ کال به يې نړيوالو مارکيټونو کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.