څنګه د خپل ځان لپاره یو غوره ژوند جوړ کړو؟

د دې لپاره، چې په خپل ژوند کې غوره کارونه ترسره کړئ او له بریا ډک ژوند تجربه کړئ، کوم پروګرامونه مو جوړ کړي دي؟، خو نن به د یوه غوره ژوند د لرلو په اړه په ځینو ټکو باندې رڼا واچوو. د خوشاله ورځو او له بریا او پرمختګ څخه ډک کال د لرلو لپاره، باید په خپلې شخصي ودې او لاسته راوړنو باندې تمرکز وکړئ، غوره ده ووایو، بریا ته د رسېدو قانوني کیلي، د خپل ژوند په هره ورځ باندې تمرکز کول دي.
 
که کوم فرد دې روحي وړتیا ته لاسرسی پیدا کړي، چې د خپلې ورځې له ټولو وختونو څخه په غوره توګه ګټه واخلي او د خپل ژوند د شېبو لپاره پروګرام او نظریه ولري، شک مه کوئ، چې کولای شي د کال په اوږدو کې شخصیتي ودې او سترو لاسته راوړنو ته به لاسرسی پیدا کړي. اوس پوښتنه را پیدا کېږي، چې څنګه کولای شو، د خپلو ورځو لپاره تر ټولو غوره پروګرام جوړونه ولرو؟ د دې لیکنې په دوام پرې رڼا اچول کېږي.
 
 
د ورځنۍ پروګرام جوړونې اصول
د دې موخې لپاره مو لاندې ځینې کیلي ګانې لیکلې دي او له تاسو نه غوښتنه کوو، چې هغو ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړئ او په ژوره توګه د لیکنې مفهوم درک کړئ.
 
لومړی قانون: د هوښیارۍ او د تفکر د ځواک لپاره تمرین
د زده کړې لپاره یوازې یو ساعت (لږ تر لږه)
که هره ورځ د زده کړې لپاره یوازې یو ساعت ځانګړی کړئ، نو ډاډه اوسئ، د یوه کال په اوږدو کې کولای شئ، ډېرې ارزښتمنې لاسته راوړنې ولرئ. دا زده کړه کولای شي، د کتاب د مطالعې، غږیزو فایلونو ته غوږ نیولو، په سیمینارونو کې ګډون یا د کاري اړیکو په وسیله وي. په ټولیزه توګه باید پوه شئ. د زده کړې لنډیز په دې تعریف کېږي: تاسو باید غوره نظریې وړاندې کړئ، چې د تفکر د تحریک او د ذهني محدودیتونو د له منځه تګ سبب شي او په پایله کې ستاسو د ودې سبب کېږي.
 
دویم قانون: د جسمي روغتیا لپاره تمرین
د ورزش کولو لپاره یوازې یو ساعت وخت
د انسان جسم او مغز په یوه لاره روان دي او د هره یوه روغتیایي وضعیت په بل باندې مستقیمه اغېزه لري، له دې امله، تاسو په ورزش کولو او په خپلې جسمي روغتیا باندې په پام کولو سره، کولای شئ په مستقیمه توګه د مغز د کړنو د ښه والي سبب شئ. بدن جوړونه، لامبو، یوګا، پلی مزل، منډې وهل، بایسکل ځغلونه او ... کولای شئ د خپلې جسمي روغتیا د ضمانت کولو لپاره ترسره کړئ. توپیر نه کوي، چې د خپل جسمي فعالیت لپاره کومه څانګه ټاکئ، مهمه داده، چې د ورځې یو ساعت د ورزش لپاره ځانګړی کړئ او بدن مو په حرکت راولئ.
 
د ورزشي تمرینونو ترڅنګ ښه ده، چې هره ورځ یو ساعت پلی مزل هم ولرئ، د دې لپاره، چې د تمریني ورزشونو اغېز دوه برابره کېږي. په ورزش کولو سره ستاسو د تخیل ځواک او د فکر وړتیا غوړېږي او له یوې مودې وروسته په خپله به مو دې ته پام شي، چې په تصمیم نیونو او ټاکنو کې مو څومره ژور توپیر رامنځته شوی دی او تر کومه بریده ښه شوی دی.
 
درېیم قانون: د فردي احساساتو لپاره تمرین
د احساساتو د بیا رغاونې لپاره یوازې یو ساعت وخت (لږ تر لږه)
د فردي احساساتو پیاوړتیا کولای شي، بېلابېل مسایل را ونغاړي. لیکل، خاطرې جوړول، ذهني مډیټېشن، منندوی اوسېدل، پیغام رسونه، ښه او با کیفیته خوب او ..... د ځان احساسۍ لپاره تمرین، یانې په طبیعت کې د جسمي او روحي روغتیا بیا رغاونه. په دې کار سره کولای شئ، په ذهن او جسم کې پاتې فشارونه او کړکېچونه له منځه یوسئ. که خپل دننني فشارونه له منځه یونه سئ او له خپل ذهن څخه یې پاک نه کړئ، په اوږد مهال کې، ستاسو د ناهیلۍ، ستړیا او اروایي بې ثباتۍ سبب به شي.
 
لکه څنګه چې پورته مو وویل، موږ باید د ورځې یو ساعت ورزش وکړو، ترڅو د تباهۍ او بربادۍ لړۍ له منځه یوسو. په دې لاره کې، د ځان احساسۍ لپاره تمرین هغه ځای دی، چې د جوړېدو او ترمیم بهیر له  یو بل سره همغږی کېږي، ژوند د یوه قانون پر بنسټ پرمخ ځي، عقل او هوښیاري په ورځني ژوند کې خپل ځای پرانیزي.
 
بریالیتوب څنګه د ځان لپاره ښه کال جوړ کړو؟
دا درې قوانین، چې پورته پرې رڼا واچول شوه، د یوې غوره ورځې د جوړولو او دغه راز  په دوام یې  د یوه ښه کال د رامنځته کولو لپاره قانوني ارکان دي. لاندې له درې ذهني بدلونونو څخه نوم اخیستل کېږي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، خپل ورځنی ژوند ته د نوي او سم تګلوري په لور لارښوونه وکړئ.
 
ذهني بنسټیز بدلونونه
باکیفیته عادتونه= لوړې او اوږد مهالې پایلې
اوږد مهاله پایلو ته د رسېدو لپاره، اړینه ده، چې په خپل ژوند کې مثبت عادتونه رامنځته کړئ، د کار تر تولو سخته برخه، د دې عادتونو پیلول دي، خو له پیلولو وروسته، هر څه به ډېر آسانه پرمخ لاړ شي. د ګټورو او با کیفیته عادتونو ځواک او قانوني هسته، د هغو په غیر ارادي اوسېدو کې نغښتې ده. کله چې یو ځواکمن تمرین په اتومات دول ترسره شوی دی، نو د هر فرد په راتلونکې کې به له ځانه سره ژورې او د وړاند وینې نه وړ اغېزې ولري، په دې مانا چې په خپل ژوند کې سم عادتونه جوړ کړئ، عادتونه مو کنټرول کړئ، تر دې چې په ناخبره او غیر ارادي توګه یې ترسره کړئ، دا کار د وخت په تېرېدو سره ترسره کېږي، خو د یوه کال په اوږدو کې به داسې پایله ترلاسه شي، چې تاسو یې هم تمه نه لرله.
 
سټرس + ریکاوري = وده
په شعوري توګه خپل ژوند ته د سټرس ور زیاتول او د بیا رغاونې او ښه والي له بهیر سره یې مل کول، کولای شئ په ژوند کې ډېرې ودې ته لاسرسی پیدا کړئ. دا پېښه د ذهن او جسم په همکارۍ سره ترسره کېږي. د دې کار کیلي داده، چې دواړه لړۍ په موازي توګه پرمخ یوسئ؛ یا په ساده ژبه خپل ځان ته یو سرخوږی پیدا کړئ: د بیارغاونې او ښه والي له بهیر څخه پرته سټرس، برابر دی، له سوځېدو او زیان لیدلو سره او ریکاوري هم له سټرس پرته برابر دی، د ودې له نشتون سره.
 
د یو بل ترڅنګ د دې دوو حرکت کول، کولای شي، ژوند ته توازن را وبلي
کنټرولول د نه کنټرولولو پر وړاندې
د یوې غوره ورځې د لرلو لپاره، په لومړي پړاو کې باید پوه شو، چې کوم مسایل کولای شو کنټرول کړو او کوم مسایل زموږ له کنټرول څخه بهر دي، په دې چاره باندې په پوهېدلو سره، باید ومنو هغه مسایل، چې زموږ له کنټرول څخه بهر دي، د خپلو هڅو له لېست څخه بهر کړو او په هغو مواردو باندې تمرکز وکړو، چې کولای شو، پکې بدلون رامنځته کړو. تر ډېره د ډېری خلکو ستره نیمګړتیا داده، چې په هغو مسایلو باندې تمرکز کوي، چې له کنټرول څخه یې بهر دي، د دې چارې په پایله کې خپل ځان یو قرباني ګڼي او تر ډېره ځورېږي. له دې امله زموږ سپارښتنه داده، چې د خپل ژوند په هغو پېښو باندې ډېر زیات تمرکز وکړئ، چې کولای شئ کنټرول یې کړئ او له لنډ مهالو او اوږد مهالو ښېګڼو څخه یې ګټه واخلئ.
 
پیاوړی لید + د ګټه اخیستلو وړ موخې = سمه او ترلاسه کېدونکې پایله
د یوه غوره کال د جوړولو لپاره، باید یو پیاوړی لید ولرئ او هڅه وکړئ، چې ور ورسېږئ، کله چې وکولای شئ دا تګلاره مدیریت کړئ، کولای شئ ډېرې ارزښتمنې پایلې ترلاسه کړئ.
 
پایله اخیستنه
هر کال د ورځو یوه ستره ټولګه ده، د دې حقیقت پر بنسټ او د ګوتو په محاسبې سره کولای شو متوجه شو، چې د ژوند په هره ورځ کې د ژوند تګلارې په سمولو سره، کولای شو د خپل ځان لپاره له بریا، ودې  او پرمختګ څخه ډک کال جوړ کړو. ژوند او بریا جوړېدونکي دي او پرمختګ او آسانتیا هم جوړېدونکي دي او هېڅ چاره په ژوند کې له فکر او هڅې پرته نه شي ترسره کېدای.